ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې چاودنې د احمدابا د ولسوال په ګډون درې تنه ټپيان کړل او دوه نور يى ووژل

پکتيا کې چاودنې د احمدابا د ولسوال په ګډون درې تنه ټپيان کړل او دوه نور يى ووژل

author avatar
5 May 2018 - 20:02
پکتيا کې چاودنې د احمدابا د ولسوال په ګډون درې تنه ټپيان کړل او دوه نور يى ووژل
author avatar
5 May 2018 - 20:02

ګردېز (پژواک ١٥ غويى ٩٧): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، د ګردېز اړوند په بالاده سيمه کې د موټربم ځانمرګي بريد له امله د احمدابا ولسوال حضرت محمد رودوال او يو ساتونکی يې سخت ټپيان او دوه تنه وژل شوي دي.

د ګردېز د دويمې حوزې آمر جميل هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه مازيګر هغه وخت شوې چې ولسوال له ګردېز ښار څخه د ولسوالي لور ته روان و.

ده زياته کړه، د موټر بم ډول لا هم ځکه نه دی معلوم چې د چاودنې له امله څو موټرونه تخريب شوي دي.

هوتک وايي: ((شاوخوا يې يو څه زيات تخريب کړی، ولسوال او څو تنه زخميان دي، خو تر اوسه دقيق شمېر نه لرو؛ زخميان د قول اردو شفاخانې ته انتقال شوي دي.))

د رحمت الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې د چاودنې له سيمې څخه په امبولانس او رينجر موټر کې څو تنه لېږدول شوي دي.

ده وويل: ((تقريبا پنځه، شپږ کسان خو مې وليدل چې انتقالول يې.))

د قول اردو د روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه څلور تنه ور وړل شوي، چې د ولسوال په ګډون په کې دوه تنه ټپيان او دوه نور وژل شوي دي.

لا معلومه نه ده چې پاتې کسان هم د ولسوال ساتونکي او که عام خلک دي.

دا چې ياده چاودنه ډېر زوروره وه او په نسبتاً د ګڼې ګوڼې په سيمه کې شوې، نو د تلفاتو د زياتېدو احتمال شته.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بل خوا د ګردېز اړوند په مهلن سيمه کې په ولسي جرګه کې د پکتيا د پخواني استازي او د ځدراڼو د قومي مشر پاچا خان ځدراڼ د کور پر ساتونکو په بريد کې هم يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

که څه هم امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې څه نه دي ويلي، خو په سيمه کې د پژواک د يوې سرچينې د معلوماتو له مخې، بريد په مهلن سيمه کې د نوموړي د کور تر څنګ د ساتونکو په موټر شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.