ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​لغمان کې چاودنې ١١ تنه ټپيان کړل

​لغمان کې چاودنې ١١ تنه ټپيان کړل

author avatar
5 May 2018 - 14:37
​لغمان کې چاودنې ١١ تنه ټپيان کړل
author avatar
5 May 2018 - 14:37

مهترلام (پژواک،۱۵غويى٩٧): د لغمان مرکز مهترلام ښار کې دماين چاودنې له امله د پنځو ښځو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا یوولس نیمې بجې د مهترلام ښار دحاجي ایوب مارکېټ کې په یو دوکان کې چاودنه شوې ده.

د ځواک د معلوماتو له مخې، په ياده چاودنه کې پنځه ښځې، دوه ماشومان او څلور نارينه ټپيان شوي دي.

هغه وويل چې ټپيان د درملنې په موخه مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او  روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د والي وياند وايي، اوسمهال د څېړنې ټیم په سیمه کې په تحقیق بوخت دی او تر اوسه د پېښې اصلي لامل  لا څرګند نه دی.

د پېښې يو عيني شاهد عبيدالله پژواک ته وويل چې د چاودنې له ځايه ګڼ شمېر کسان په ټپي حالت کې انتقال شوي چې ډېری يې ښځې او ماشومان وو.

د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دي منلى .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.