د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان څلور پنځوس سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

د افغانستان څلور پنځوس سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

May 06, 2018 - 19:13

کابل (پژواک،۱۶غويى ۹۷): د یوې تازه خپرې شوې سروې له مخې، په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو په پرتله د بېوزلۍ کچه ۲۱ سلنه لوړه شوې ده؛ خو د سواد زده کړې کچه ۲۳ سلنه او د امیندوارو میندو لپاره روغتیایي خدمتونه ۴۰ سلنه ښه شوي دي.

همداراز دا سروي ښيي چې د وزګارتیا کچه لوړه شوې ده؛ هرو لسو کسانو کې څلور یې خوراکي خوندیتوب نه لري؛ د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی کابو ۶۲ سلنه ده او د کارځواک هر څلورو کسانو کې یوه یې ښځه ده.

د مرکزي احصايې اداره له ۱۳۸۴ کال راهیسې په هر دوو کلونو کې په افغانستان کې د ژوند وضعیت په اړه یو ځل سروې ترسره کوي چې اروپايي ټولنه، نړیوال خوراکي سازمان او نړیوال بانک یې مالي ملاتړي دي او اړوند سکتوري وزارتونه ورسره همکاري کوي.

د دې ادارې مرستیال پوهنمل حسیب الله موحد، نن په افغانستان کې د ژوند وضعیت په اړه د شپږمي سروې د اعلان په مراسمو کې وویل چې وروستۍ سروې له ۲۱۰۰۰ کورنیو څخه د نمونې په ډول چې نږدې ۱۵۶زره کسان په کې شامل دي، د ټول هېواد په کچه ترسره شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو پربنسټ، په ۱۳۹۱کال کې د بېوزلۍ کرښه ۳۸ سلنه وه چې په ۱۳۹۵ کال کې دا کچه ۵۴،۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

د مرکزي احصايي ادارې مرستیال وویل چې د ۱۳۹۵ کال معیار پر بنسټ، که یو تن یوه میاشت کې ۲۰۶۴ افغانۍ مصرف کړي، د بېوزلۍ تر کرښې لاندې نه دی؛ خو که له دې کچې څخه لږ پیسې ولګوي، د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند لري.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې د بېوزلۍ کرښې کچه د نورو موسمونو په پرتله ژمي کې لوړېږي؛ خو دوبي کې د نورو فصلونو په پرتله یو څه لږ وي.

نوموړي وویل، ۱۳ سلنه افغانان شخصي کورونه نه لري، د ښاري سیمو څه باندې ۷۰ سلنه وګړي د بېوزلو مېشتو سیمو او یا نامناسبو کورونو کې ژوند کوي، ۴۴ سلنه خلک د ګڼې ګوڼې په کورونو کې یعنې له درېيو څخه زیات کسان په یوه کوټه کې ژوند کوي.

خوراکي خوندیتوب

د دې سروې پایلې ښيي چې له هرو لسو کسانو څخه، څلور تنه یې خوراکي خوندیتوب نه لري.

د سرچینې د معلوماتو پراساس، که د یو کس ورځینی لګښت له ۲۱۰۰ کیلوکالوري څخه لږ وي، خوراکي نه خوندیتوب ګڼل کېږي.

کاري ځواک

په راپورکې ویل شوي چې د کاري ځواک په برخه کې، د هېواد اقتصاد ستره برخه نامنظمه، غیر رسمي او غیرقانوني ده او عمدتاً کورنۍ کار، بې نظمي، د مزدورۍ ټيټه بیه، د ماشومانو کار، د کار لپاره کډوالي او درانه کارونه د خلکو د ژوند کولو لپاره وسیلې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کار نیمايي ځواک څخه یو څه زیاته اندازه وګړي چې د کار کولو هوډ لري، په کار بوخت دي او نږدې دوه میلیونه کسان په ټول هېواد کې وزګار دي.

د سروي پایلې ښيي چې د افغانستان ډېر وګړي په کرنه او تر ټولو لږ یې د برېښنا، ګازو او اوبو په برخه کې په کارونو اخته دي.

په راپورکې راغلي چې له صنایع فابریکاتي برخې پرته په نورو ټولو برخو کې د نارینو ونډه د ښځوو په پرتله زیاته ده.

سرچینې کاږلي دي چې فابریکاتي صنایع کې د ښځوګډون ۶۴ سلنه، کرنه کې ۳۳سلنه، په شخصي، ټولنیزو او سیمه ییزو خدمتونو کې ۱۰ سلنه، ماليي، بیمه او د حرفې په برخه کې څلور سلنه، سوداګرۍ کې دوه سلنه او د ساختمان، کانونو او ترانسپورت په برخوکې له یو سلنې څخه لږ ده.

خو ښځې د برېښنا، ګازو او اوبو په برخه کې هېڅ ونډه نه لري.

په راپورکې ویل شوي دي چې کرنه د نږدې ۲۸ سلنې افغان کورنیو د عاید ستره منبع ده، ۳۸ سلنه کورنۍ په منځني ډول د پنځه جریبه کرنیزي ځمکې مالکین دي، په داسې حال کې چې د اوبو کمښت د افغانستان کرنې پر وړاندې ستره ستونزه ده.

د څښاک اوبو ته د لاسرسي په اړه اندېښنه

د مرکزي احصايي ادارې مرستیال له دلایلو پرته په تېر کال کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسي کمښت په اړه وویل چې د کمښت کچه دومره د اندېښنې وړ نه وه.

د زیات عمر لرونکو او ځوانانو د سواد زده کړې کچې لوړیدا

د مرکزي ادارې په راپورکې راغلي دي چې ۱۳۸۶ کال کې له هر لس تنو ډېرعمرلرونکو او ځوانانو څخه درې یې لوستي وو؛ خو ۱۳۹۵کال کې څه باندې نیمایي وګړي لوستې شوي وو.

د سواد زده کړې کچه د تېرو لسو کلنو په نسبت نارینه وو کې له نږدې ۴۰ سلنې څخه څه باندې ۶۸ سلنې ته او په ښځوو کې له ۲۰ سلنې څخه ۳۹ سلنې ته لوړه شوې ده.

د میندوارو میندو روغتیایي وضعیت

د سروي پایلي ښيي چې د میندوارو میندو وضعیت، د زېږون پرمهال او یا له زېږون څخه د وړاندې مراقبتونو پرمهال ( لږ نه لږ یو ویزیټ) ښه شوې دی.

نفوس

په راپور کې کاږل شوي چې د هېواد ۴۸ سلنه نفوس تر ۱۵ کلونو ټیټ عمر لري، د کورنۍ غړي په اوسط ډول ۷ کسان دي د هېواد نیمايي وګړي په هغو کورنیو کې ژوند کوي چې ۹ یا زیات غړي لري.

همداراز سرچینې لیکلي دي چې د هېواد په کچه د لومړي واده پرمهال د عمر کچه مخ په لوړيدو ده، څه باندې څلور سلنه له ۲۰ تر ۲۴ کلنو مېرمنو له پنځلس کلنۍ څخه وړاندې او څه باندې ۲۸ سلنو له ۱۸ کلنې وړاندې ودونه کړي دي.

د راپورد معلوماتو پربنسټ، له اته سلنې څخه زیاتې واده شوې مېرمنې، له بنو سره ژوند کوي.

د مرکزي احصايي اداري د معلوماتو له مخې، ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان وګړو سرشمېرنه کابو ۲۹، ۵ میلیونه اټکل شوې وه چې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې وې.

د هېواد اقتصاد وزیر مصطفی مستور د یادې سروې د پایلو له خپرولو هرکلی وکړ، ویې ویل چې سروي دا ښيي چې افغانستان په سم وضعیت کې نه دی او دا د اقتصاد وزارت ته یو ګواښ دی.

د هغه په وینا، دا سروي مرسته کوي څو دولت هېواد کې د شته ستونزو لرې کولو لپاره له اړتیاو سره سم کره پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسئ.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې په تېره کابو یوه نیمه لسیزه کې، د بېوزلۍ پای ته رسولو لپاره اتیا ملیارډه امریکايي ډالر لګول شوي دي؛ خو ناامنۍ، بي ثباتي او د تېرو ټاکنو وروستۍ لانجې، په ځینو برخو کې د حکومت نه پرمختګ لاملونه دي.

نوموړي وویل، ډاډ ورکوي چې په روانو هڅو سره به د هېواد وضعیت ښه شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement