د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ کروندګر وچکالۍ اندېښمن کړي

د بلخ کروندګر وچکالۍ اندېښمن کړي

May 06, 2018 - 17:18

مزارشريف(پژواک،١٦غويى٩٧): د بلخ ولايت کروندګر روان کال د کرنيزو اوبو د کمښت له امله له وچکالۍ سره مخ بولي.

دوی د کرل شوو فصلونو د سوځېدو يادونه کوي او وايي چې تر دې دمه يې د تېر کال په پرتله ۵۰سلنه حاصل هم ټول کړی نه دی.

بلخوا د شمال زون د دريايي حوزې مسوولين هم د روان کال د اوبو کمښت له کرنيزه اړخه ګواښمن بولي او له مرکزي ادارې څخه د جدي مرستو هيله کوي.

کروندګر وايي چې روان کال د ژمي له پيله د واورو او ورښتونو د کمښت له امله د وچکالۍ نښې له ځانه سره لرلې دي.

د چهاربولک ولسوالۍ کروندګر حاجي ثناالله پژواک ته وويل چې د اوبو د کمښت له امله يې سږکال له خپلې ۴۳ جريبه ځمکې څخه نيمه کرلې وه.

خو نوموړي زياته کړه: ((سږکال مې دې نيمې ځمکې هم راته هغسې حاصل ونه کړ، اوبه نشته،     ژمی هم چندان ښه نه و، نه يې واوره نه يې باران.))

د هغه په وينا، ژوند يې يوازې همدې ځمکې ته پاتې دى که حاصلات هم داسې کوي نو مجبور دي  سيمې پرېږدي او ښارونو ته کډه شي.

د چمتال ولسوالۍ د کانال مشر کروندګر علي جان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اوبو د کمښت له امله په ډېری ځمکو کې فصلونه سوځېدلي دي

نوموړي زياته کړه چې د بلخ ډېری ځمکې د طبيعي اوبو سرچينو ته اړ وي، چې سږکال د واورو او ورښتونو د کمښت له امله کمې وې.

د هغه په وينا، تر دې دمه کروندګرو د تېرو کلونو په پرتله ۵۰سلنه حاصلات هم نه دي ټول کړي.

کروندګر وړانديز کوي چې د طبيعي اوبو د زېرمه کولو لپاره بايد دولت اساسي کار وکړي.

د دولت اباد ولسوالۍ کروندګر جمعه خان پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې کانالونه او نهرونه ښه جوړ شوي؛ خو په سيندونو کې د اوبو د کمښت له امله د اړتيا وړ اوبه نه لري.

نوموړي زياته کړه چې دولت بايد د طبيعي اوبو د زېرمې لپاره وړ تدابير ونيسي او له دې لارې تر يو حده د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.

د شمال زون د دريايي حوزې مسوولين هم د اوبو د کمښت له امله ګواښمن کال بولي.

د بلخ د کرنې رياست مسوولين بيا وايي چې په بلخ کې روانې اوبه د دغسې سيمې د کرنيزو اوبو اړتيا نه شي پوره کولی.

د کرنې او مالدارۍ رييس سراج الدين پژواک ته وويل چې د روان کال د وچکالۍ له امله د للمي ځمکو تر څنګ د ابي ځمکو حاصلات هم د تېرو کلونو په پرتله کم دي.

نوموړي زياته کړه چې د بلخ ابي ځمکې په يو ثانيه کې ۴۰۰ متر مکعب اوبو ته اړتيا لري.

خو هغه اندېښنه وښوده چې په دغه ولايت کې روانې اوبه په يوه ثانيه کې د کرنيزو ځمکو يوازې ۳۴سلنه متر مکعب اوبو اړتيا پوره کوي، چې د نشت برابر  دي.

په دغه زون کې د دريايي حوزې مسوول حشمت الله وطنيار وويل، دوی معلومات تر لاسه کړي چې سږني حاصلات د تېرو کلونو په پرتله د اوبو د کمښت له امله خورا کم دي.

نوموړي کره شمېرې وړاندې نه کړې، خو روان کال يې د وچکالۍ له امله ګواښمن وباله.

هغه وويل: ((که چېرې دولت په شمال زون کې د اوبو د کمښت له امله جدي اقدامات ونه کړي؛ نو روان کال به د شته وچکالۍ له وجې ډېر خطرناک وي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan