ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دايکنډي پاتو ولسوالۍ ٨٠ سلنه خلک د تابعيت تذکرې نه لري

د دايکنډي پاتو ولسوالۍ ٨٠ سلنه خلک د تابعيت تذکرې نه لري

author avatar
6 May 2018 - 16:10
د دايکنډي پاتو ولسوالۍ ٨٠ سلنه خلک د تابعيت تذکرې نه لري
author avatar
6 May 2018 - 16:10

 

نيلي (پژواک، ١٦ غويى ٩٧): د دايکنډي ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، په څو راتلونکو ورځو کې د ولسواليو په کچه د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير په داسې حال کې پيلېږي چې د ياد ولايت د پاتو ولسوالۍ پوره اکثريت اوسېدونکي د تابعيت تذکرې نه لري.

د دايکنډي د پاتو ولسوالۍ اوسېدونکي ملا احمدګل وايي، په څو راتلونکو ورځو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير پيلېږي، خو د دې ولسوالۍ ډېرى وګړي د تابعيت تذکرې نه لري.

نوموړي زياته کړه چې که د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د تابعيت تذکرې ور نه کړل شي، دوى په ټاکنو کې ګډون نه شي کولاى او حکومت بايد دې ولسوالۍ ته د تذکرو وېشلو لپاره ګرځنده ټيمونه ور ولېږي.

د يادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي قاسم وويل: "موږ د نا امنيو له امله نه يو توانېدلي چې په تېرو څو کلونو کې تذکرې واخلو او اوس چې ټاکنې را نږدې شوې او خلک غواړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي، حکومت دې ولسوالۍ ته د تذکرو د وېشلو لپاره ګرځنده ټيمونه نه استوي. موږ څو ځلې ځايي ادارې ته مراجعه کړې، خو تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې."

د دايکنډي ولايت يوه بل مدني فعال حيدر علي وويل چې د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو ويلي چې د تذکرو اخيستلو لپاره چمتو دي چې ان هغه ګرځنده ټيمونو ته چې د حکومت له خوا ګومارل کېږي له خپل شخصي جېب څخه معاش هم ورکړي .

د هغه په وينا، دغه وړانديز څو څو ځلې د دايکنډي له چارواکو سره شريک شوى، خو هغوى د خلکو پر وړاندې خپل مسووليت نه دى احساس کړى.

له بلې خوا هم د دايکنډي ولايتي شورا غړي غيرت علي جواهري وويل چې اوسمهال د پاتو ولسوالۍ به ډېرى سيمو کې امنيت حاکم دى، خو حکومت د تابعيت تذکرو وېشلو په برخه کې غفلت کوي.

د پاتو اوسېدونکي حکومت ته خبردارى ورکوي چې که دغه ستونزه ژر تر ژره حل نه شي، پراخو لاريونونو ته به مخه کړي.

هغوى وايي چې په تېرو ١٧کلونو کې، په ياد شوې ولسوالۍ د حکومت شتون لږ محسوس شوى، د څو کالو محروميت د ياد شوې ولسوالۍ په څېره کې په ښه توګه ليدل کېداى شي، د پاتو اوسېدونکي، له ډېرو کلونو له په دې خوا ددولت له خدمتونو څخه بې برخې پاتې شوې، ان تذکرې چې د هويت او تابعيت سمبول دى، نه دي ورکړى شوې.

د دايکنډي والي محمود بليغ وويل چې پاتو يوه نا امنه ولسوالي ده چې په تېرو کلونو کې سرشماري نه ده په کې شوې، خو اټکل کېږي چې له ٥٠ت ر ٦٠ زرو نفوس لري چې له اتيا سلنه ډېر يې د تابعيت تذکرې نه لري.

نوموړي زياته کړه چې دغه ولسوالي تر څو راتلونکو ورځو پورې په رسمي ډول پرانيستل کېږي او يادې ولسوالۍ ته په د تابعيت تذکرو وېشلو لپاره څو ګرځنده ټيمونه هم واستول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.