ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې مشر: د برېښنايي تذکرو وېش دې سرتاسري شي

د مشرانو جرګې مشر: د برېښنايي تذکرو وېش دې سرتاسري شي

author avatar
6 May 2018 - 19:33
د مشرانو جرګې مشر: د برېښنايي تذکرو وېش دې سرتاسري شي
author avatar
6 May 2018 - 19:33

کابل (پژواک،۱۶غويی۹۷): د مشرانو جرګې مشر وايي، د برېښنايي تذکرو وېشل د هېواد له ملي ګټو سره برابر دي او بايد دغه بهير سرتاسري شي.

فضل هادی مسلميار دغه موضوع د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې څرګنده کړه.

د مشرانو جرګې مشر د برېښنايي تذکرو وېشلو د بهير پيل او له دغه بهير سره د ځينو سياسي څېرو مخالفتونو ته په اشارې سره وويل: "د هغو کسانو په اړه خواشينی يم  چې غواړي دغه بهير له ننګونې سره مخامخ کړي او مخالفت کوي او هر څوک چې تذکره اخلي او يا يې نه اخلي دا په موږ پورې اړه نه لري، خو د تذکرو وېشلو قانوني پړاوونه ترسره شوي او د هېڅ قوم هويت پر بل قوم نه دی تپل شوی."

ده زياته کړه: "ټول خلک حق لري چې برېښنايي تذکره ولري او په دې ملي پروسه کې هر ډول لاسوهنه، له دښمن سره مرسته ده او بايد دغه بهير د هېواد په ټولو سيمو کې عملي شي."

د پکتيا د خلکو استازې فوزيې سادات څمکنۍ وويل: "موږ د برېښنايي تذکرو وېشلو له بهير څخه ملاتړ کوو او له ټولو هېوادوالو څخه غواړو چې تذکرې واخلي."

نوموړې وويل چې له حکومت څخه غواړي چې د تذکرو د وېشلو بهير چټک کړي او اجازه دې نه ورکوي چې ځينې کسان د بهرنيو په دسيسو سره د دغه بهير مخه ونيسي.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې يو شمېر استازو د تذکرو وېشلو په اړه د جنجال د دوام په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او په دې اړه د شته اختلافونو د حل کېدو غوښتنه يې وکړه.

د غور د خلکو استازي داوود غفاري وويل چې د برېښنايي تذکرو د وېشلو په اړه بايد هغه قانون عملي شي چې په ۱۳۹۲ کال کې د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا تصويب شوی دی.

د ملي شورا له دې مصوبې سره د ځينو لوريو له مخالفتونو وروسته، ياد شوی قانون تعديل شو او په تذکرو کې د ملت (افغان) او مليت (قوم) کلمې وليکل شي، خو اوس دغه موضوع پر يوې لانجې بدله شوې ده.

غفاري په دې اړه د جنجالونو دوام ته په اشارې سره وويل چې لازمه ده شته اختلافونه حل شي او خلک له سرګردانۍ څخه وژغورل شي.

د برېښنايي تذکرو د وېشلو بهير د غويی په ۱۳مه کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې چې يو شمېر دولتي چارواکو هم ګډون په کې درلود، پيل او  ولسمشر محمد اشرف غني له خوا لومړنۍ تذکره واخيستل شوه، خو د حکومت اجرائيه مشر عبدالله د دغه بهير له پيلېدو سره مخالفت کړی او ويلي يې دي چې دغه کار نامشروع او په هېواد کې د کړکېچ لامل کېږي.

د مشرانو جرګې د نننۍ ناستې په بله برخه کې، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د ملي امنيت رياست عملياتي مرستيال چې يادې شوې جرګې  ته د دغو دواړو ادارو د کړنو په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه ور بلل شوي وو، د ټاکنو بهير د امنيت خونديتوب په شمول د هېواد د امنيتي مسايلو په اړه خبرې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.