جلال اباد (پژواک، ۱۶ غويى ۹۷): د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د يو کور د چت لوېدو له امله څلور کسان مړه شوي او يو بل ټپي دی.
د يو بل خبرله مخې، په دې ولسوالۍ کې د نا معلومو وسله والو له لوري يو ديني عالم وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۱۶مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ لونګپور سيمه کې د سختو اورښتونو له امله د سید الرحمن په نوم د سيمې د يوه اوسېدونکي د کور د کوټې چت لوېدلی دی.
هغه وايي، د يادې پېښې له امله د نوموړي په ګډون د هغه یو زوی او دوه لوڼې مړه شوي او مېرمن یې ټپي شوې ده.
د یو بل خبر له مخې، د چپرهار ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو د مولوي کریم په نوم یو دینې عالم له کوره ایستلی او وروسته یې وژلی دی .
هغه وايي، پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه د دې ولسوالۍ اړوند هدیاخېلو سیمه کې پېښه شوې ده.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، مولوي کریم د هدیاخېلو د عالي لېسې ښوونکی او د همدې سیمې د جامع جومات ملا امام هم وو.
تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د ياد ديني عالم د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن