ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو په اړه د خلکو پوهاوي، د رايې ورکولو مرکزونو کې د نوم ليکنې کچه لوړه کړې

د ټاکنو په اړه د خلکو پوهاوي، د رايې ورکولو مرکزونو کې د نوم ليکنې کچه لوړه کړې

author avatar
7 May 2018 - 19:20
د ټاکنو په اړه د خلکو پوهاوي، د رايې ورکولو مرکزونو کې د نوم ليکنې کچه لوړه کړې
author avatar
7 May 2018 - 19:20

کابل (پژواک،۱۷غويی۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ټاکنيزو پروسو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ددې لامل شوي چې تر اوسه په ټول هېواد کې د رايې ورکولو پر شرايطو برابر له يو ميليون، ۱۵۵زره ډېر کسان چې له ۲۹۰زره يې زياتې ښځې دي، خپل نومونه وليکي.

 د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مشر شفيع جلالي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې ياد شوي کمېسيون د ټاکنو او رايې ورکوونکو د نوم ليکنې په بهير کې د خلکو د پراخ ګډون په موخه، په ټول هېواد کې د خلکو لپاره د پوهاوي منظم پروګرامونه په پام کې نيولي دي.

 نوموړي وويل چې د رايې ور کونکو د نوم ليکنې پروسه، په دغه پروسه کې د ښځوګډون، د ټاکنو د کمېسيون د طرزالعمل معرفي په ځانګړې توګه د رايې ور کونکو د نوم ليکنې په اړه، هغه پروګرامونه دي چې  خلکو ته د تلوېزيون، راډيو، ورځپاڼو، ټولنيزو شبکو، مبلغينو، چاپي موادو، پوسټرونو،بروشرونو او ويديوګانو په شمول د بېلابېلو لارو څخه پوهاوی ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه:" کمېسيون په ټاکنو او د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې په پروسه کې د ګډون په موخه د خلکو د پوهاوي لپاره ډېر پروګرامونه په پام کې نيولي، څو خلک اګاهانه توګه په ټاکنو کې برخه واخلي او د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې له پيل څخه تر اوسه د ۱۴تلوېزيوني چينلونو څخه ۱۷۷۴دقيقې، او ۶۷ د ملي او سيمه ييزو راډيو ګانو څخه ۷۲۹۴دقيقې پوهاوی خپور شوی دی."

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مشر، د هېواد په هر ولايت کې د ټاکنيزو پروسو په اړه د خلکو د پوهاوي لپاره د درې مبلغينو د شتون خبر ورکړ او ويې ويل چې د کمېسيون مبلغين د مدني ټولنې، دولتي او غير دولتي بنسټونو، د ښځو ارګانونو، ملا امامانو سره د ناستو له لارې، خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون او نوم ليکنې په اړه د کمېسيون پيغامونه رسوي.

نوموړي په ډاګه کړه:" د نورو ارګانونو تر څنګ چې زموږ سره د عامه پوهاوي په خپرېدو کې مرسته کوي، د هېواد هوايي ځواکونو هم په ځينو ولايتونو کې د هوا له لارې معلوماتي پاڼې شيندلې، څو خلک لا ډېر پوه شي، دغه راز ځينې دولتي او خصوصي رسنۍ هم زموږ سره همکارې دي او د کمېسيون پيغامونه په وړيا توګه خپروي."   

هغه وويل چې په ټول هېواد کې د تابعيت د تذکرو اخيستلو په موخه د خلکو د هڅونې په موخه ۱۷۰ بلبورډونه لګول شوي او د ټاکنيزو پروسو په برخه کې د خلکو د پوهاوي پروسو لګښت د نړيوالو بنسټونو او افغان حکومت له خوا ور کول کېږي.

نوموړي وويل چې د تېرو ټاکنو په پرتله د خلکو د پوهاوي بهير چټک دی او هڅه کېږي چې د ټولنيزو شبکو له لارې هم د خلکو د پوهاوي پروګرامونه ډېر شي.

د ټاکنو د کمېسيون دغه چارواکي وويل چې د ټاکنو په اړه د پوهاوي منظم پروګرامونه ددې لامل شوي چې د رايې ورکونې په بهير کې د خلکو ګډون ورځ په ورځ ډېرېږي او تر پرون پورې، په ټول هېواد کې له يو ميليون او ۱۵۵زره تنو چې له ۲۹۰زره يې زياتې ښځې دي، خپل نومونه ليکلي دي.

 هغه زياته کړه چې په دوو وروستيو اوونيو کې د رايې ورکولو په مرکزونو کې د نوم ليکنې لپاره د خلکو شتون ډېر شوی.

ده ويې ويل:" هغه شمېرې چې پرون يکشنه مو ترلاسه کړې، د رايې ورکولو پر شرايطو برابرو يو ميليون او ۱۵۵زره نارينه، ۲۹۲زره او ۹۵۶ښځو، ۲۵زره او ۳۰۳کوچيانو او ۴۰تنو هندوانو خپل نومونه ليکلي دي."

د رايې ورکونکو د نوم ليکنې بهير، د وري په ۲۵مه پيل شوی او د غويی تر ۲۳مې به د ولايتونو په مرکزونو، د غويی له ۲۵ د غبرګولي تر ۷مې به د ولسواليو په مرکزونو او د غبرګولي له ۹مې د هماغې مياشتې تر ۲۲مې په کليو کې دوام ولري او ښايي چې دغه بهير تمديد کړای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.