ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیس: د کابل نوي ښار کې یو ځانمرګی وژل شوی

پولیس: د کابل نوي ښار کې یو ځانمرګی وژل شوی

author avatar
7 May 2018 - 14:15
پولیس: د کابل نوي ښار کې یو ځانمرګی وژل شوی
author avatar
7 May 2018 - 14:15

کابل (پژواک، ۱۷غویی ۹۷): د کابل امنیه قوماندانۍ وایي چې د کابل نوي ښار سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شو.

د کابل پولیسو ۱۰۱ اسمایی زون قوماندانۍ د مطبوعاتو څانګې مسوول حشمت الله ستانکزي پژواک خبری اژانس ته وویل چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې، یوه ځانمرګي چې واسکټ یې هم پر ځان و، هوډ درلود چې د کابل نوي ښار پارک کې د وینې ورکولو کمپاین خېمې ته نږدې خپل ځان ته چاودنه ورکړي.

نوموړی وایي چې یاد کس د ملي پولیسو له لوري تر پېژندلو وروسته پر ډزو وويشتل شو چې په پایله کې ځانمرګی ووژل شو او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

مدني فعال سلمان علي دوست زاده د ستانکزي د خبرو په تایید پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن یو شمېر مدني فعالانو د کابل نوي ښار پارک کې د وینې ورکولو لپاره خېمه درولې وه.

دوست زاده وايي چې کله پولیسو پر بریدګر ډزې وکړې د نوموړي په ځان تړلي چاودېدونکي توکي وچاودېدل خو په دې چاودنه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

هغه زیاته کړه چې د نوموړي جسد تر اوسه (۱۱:۴۵) د پېښې په ځای کې دی.

یو بل عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وویل چې یو ملکي کس برسېرن ټپي شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.