ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او چین د رسنیو دریم کلنی کنفرانس ترسره شو

د افغانستان او چین د رسنیو دریم کلنی کنفرانس ترسره شو

author avatar
7 May 2018 - 20:06
د افغانستان او چین د رسنیو دریم کلنی کنفرانس ترسره شو
author avatar
7 May 2018 - 20:06

بیجنګ (پژواک، ۱۷ غویی ۹۷) : د افغانستان او چین د رسنیو ترمنځ په کلني ګډ کنفرانس کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وشو.

له تیرو درېیو کلونو راهیسې هر کال د چین په پلازمینه بیجنګ کې دغه کنفرانس ترسره کیږي،چې پکې د دواړوهیوادونو د  رسنیواستازي پکې ګډون کوي.

دغه یو ورخنی کانفرانس د چین د نړیوالې راډیو په کوربه توب د غویي په ۱۷مه،  د چین په پلازمینه بیجنګ کې جوړ شوی و، چې له افغانستان څخه له طلوع نیوز تلویزیون، پژواک خبري اژانس، شمشاد تلویزیزون، نګاه تلویزیون او سپوږمۍ راډیو استازو  ګډون کړی و.

دغه راز د چین له لوري د هغوی ددولتي اژانس سنهوا، د چین نړیوالې راډیو،  د چین پوهنتون د پښتو څانګې  او د چین د وریښو دلارې د یوه څیړنیزې ادارې استاو برخه اخیستې وه.

د پژواک خبري اژانس مشر ایډیټر جاوېد همیم کاکړ دافغانستان او چین پر تاریخي، فرهنګی او اقتصادي اړیکو رڼا واچوله.

هغه چین  د افغانستان یو بې ضرره ګاونډی هیواد یاد کړ، چې دده په وینا، افغانستان ته یې ګټې رسیدلي، خو زیان یې نه دی رسولی.

کاکړ وویل، چې د افغانستان پخوانی ګاونډی شوروي پر افغانستان یرغل کړی و، ایران او پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او افغانستان ته یې لیږي.

نوموړي دافغانستان د رسنیو وضعیت ناسم وباله او ویې چې له سترو امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي.

د پژواک اژانس ایډیټر وویل، چې یواځې په تیرو دوو اونیو کې ۱۱ تنه افغانان خبریالان وژل شوي او له نورو سترو ننګونو سره مخامخ دي.

هغه له چین څخه وغوښتل، چې دافغانستان له رسنیو سره د روزنې په برخه کې، دوسایلو د ورکړې او مالي برخو کې همکارۍ وکړي، څو افغان رسنۍ پخپلو پښو ودریږي.

کاکړ چین ته دافغان خبریالانو سفر ګټور وباله او ویې ویل چې ددې ځای د رسنیو، فرهنګ او اقتصادي پرمختګونو څخه له نږدې خبرشول.

د افغانستان د نګاه خصوصي تلویزیون مرستیال رضا احمدي د خلکو، رسنیو،  حکومتي چارواکو او  سیاسي ګوندونو د استازو تګ راتګ ددواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړي کولو مهم وباله.

نوموړي دغه یو ورځني کنفرانس ته وویل، چې په چین کې فرهنګي او مذهبي تنوع  ددغه اقتصاد په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی او  دایې  د افغانستان لپاره یو ښه مثال یاد کړ.

هغه د چین د ولسمشر لخوا د (یو کمربند یوې لارې) پروژه وستایله او ویې چې دې سره نه یواخې سیمې اوهیوادونه سره نښلول کیږي، بلکې اقتصادي انقلاب هم رامنځته کوي.

دغه راز دشمشاد تلویزیون استازي ذبیح الله خورشیدي او د سبوږمۍ راډیو استازي حامد همدرد هم ددواړو هیوادونو د رسنیو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د چین د نړیوالې راډیو د پښتو څانګې مشر شی منګ Xi Meng چې په احمد زلمي هم مشهور دی، د افغانستان او چین ترمنځ تاریخي، فرهنګی ، مذهبي او اقتصادي اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې له تیرې یوې لسیزې راهیسې دا اړیکې نورې هم پیاوړې شوې ديٍ.

هغه د چین د نړیوالې راډیو د پښتو څانګې ته په اشارې سره وویل، چې له تیرو ۴۵ کلونو راهیسې په پښتو ژبه خپرونې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې ددې راډیو د جوړولو وړاندیز د چین د پخواني لومړي وزیر لخوا په ۱۹۷۳ زیږدیز کال کې کابل ته د سفر پر مهال کړی و، چې د هغه مهال دافغان ولسمشر سردارداوود خان لخوا په خوښۍ سره قبول او تړون یې لاسلیک شو.

شي منګ وویل چې راډیو یې په افغانستان کې ډیر مینه وال لري او  د ټولنیزې شبکې فیسبوک پاڼه یې شاوخوا یو نیم میلیون مینه وال لري.

د هغه په وینا دا ډول کنفرانسونو سره ددواړو هیوادونو رسنۍ سره نږدې کیږي او خپلې تجربې سره شریکوي.

د چین د دولتي اژانس سینهوا خبریال زاو ییشین Zhao Yishen  دغه کنفرانس ګټور وباله او ویې ویل چې دا ډول کنفرانسونو سره ددواړو هیوادونو د رسنیو او ولسونو ترمنخ اړیکې نورې هم پیاړې کیږي.

نوموړی چې په کابل کې یې هم دنده ترسره کړې وویل، چې افغانستان په دې وروستیو کې  د نورو برخو ترڅنګ د رسنیوپه برخه کې هم ډیر پرمختګ کړی  دی.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.