ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: ولسمشريزې ټاکنې به له قانون سره سم پر ټاکلې نېټې وشي

غني: ولسمشريزې ټاکنې به له قانون سره سم پر ټاکلې نېټې وشي

author avatar
7 May 2018 - 17:10
غني: ولسمشريزې ټاکنې به له قانون سره سم پر ټاکلې نېټې وشي
author avatar
7 May 2018 - 17:10

کابل (پژواک، ۱۷ غويی ۹۷): ولسمشر اشرف غني، وروستي بريدونه د ټاکنو د روڼوالي پر وړاندې وبلل او ويې ويل چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو او دغه راز ولسمشريزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي.

ولسمشر د دغو مسايلو په اړه نن په کابل کې د "مسوول هېوادوال او ځواب ويونکي حکومت په ګډې همکارۍ سره د سالمې ټولنې څرګندوی وي" تر عنوان لاندې د افغان ښځو په پنځم نړيوال سمپوزيم کې وکړې.

ولسمشر په کابل، کندهار، ننګرهار او خوست کې وروستيو بريدونو ته په اشارې سره وويل چې وسله وال مخالفين د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت فکر نه لري او "که لري يې دا ګز دا ميدان."

نوموړي زياته کړه چې دغه بريدونه پر يوه قوم، توکم، مذهب او يوه ولايت نه دي شوي، بلکې دغه بريدونه پر رڼو ټاکنو او د نوم ليکنې پر پروسې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د دولت د مخالفينو پر نورو بريدونو سربېره، په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې له يو شمېر مرکزونو وسله وال بريدونه ترسره کړي چې تر ټولو خونړی بريد يې د کابل په دشت برچي کې د تذکرو وېشلو پر يوه مرکز بريد و.

په ياد ځانمرګي بريد کې چې د داعش ډلې له خوا ترسره شو، ۶۹ کسان ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپيان وو.

د پژواک خبري اژانس د يوه راپور له مخې، په تېره ميلادي (اپرېل) مياشت کې د هېواد په کچه ۱۷۳ بريدونو له امله ۱۰۱۸ کسان وژل شوي او ۷۹۲ ټپيان دي او د وژل شوو او ټپيانو دغه شمېر، د مارچ مياشتې په پرتله ۱۵سلنه ډېر شوی دی.

پر ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کېدل

ولسمشر غني په داسې حال کې چې د روان کال په تلې مياشت کې يې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ترسره کېدل حتمي وبلل، زياته کړه: "د ۱۳۹۸کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه زما دنده هم پای ته رسېږي او دا څرګنده ده چې دغه نېټه نه ځنډېږي، بلکې له اساسي قانون سره سم تطبيقېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.