ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې يو پولیس قوماندان له خلکو په زور د تذکرو ټولولو په تور نیول شوی

هلمند کې يو پولیس قوماندان له خلکو په زور د تذکرو ټولولو په تور نیول شوی

author avatar
7 May 2018 - 13:37
هلمند کې يو پولیس قوماندان له خلکو په زور د تذکرو ټولولو په تور نیول شوی
author avatar
7 May 2018 - 13:37

لښکرګاه (پژواک، ۱۷غویی ۹۷): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له خلکو په زور د تذکرو ټولولو په تور ونيول شو.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناوې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالودود د راتلونکو پارلماني ټاکنو د يو کانديد په ګټه له خلکو په زور تذکرې ټولولې.

هغه وايي: ((يو کس يې پرون د تذکرې د نه ورکړې په صورت کې دومره وهلى چې سخت يې ټپي کړى دى.))

د ځواک په وينا، نوموړى قوماندان د والي په امر نيول شوى او اوسمهال تر څېړنو لاندې دى.

دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن محمد زمان همدرد پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې هم خلک له قوماندان عبدالودود څخه شکايتونه کړي وو.

ده وويل چې نوموړى دا مهال په زندان کې تر څېړنو لاندې دى.

د قوماندان عبدالودود له لوري د وهل شوي کس ورور محمدالله پژواک ته وويل چې عبدالودود په ناوې ولسوالۍ کې پر خلکو ډول ډول ظلمونه کړي دي.

هغه وايي: ((زما ورور ته يې ويلي وو چې سټېکر کړې تذکره راکړه، هغه نه ده ورکړې، دومره يې وهلى چې پر وينو تګ سور دى.))

نوموړي خپل ورور ته له عدلي او قضايي ارګانونو د عدالت غوښتنه وکړه.

ځيني داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې يو شمېر سيمه ييز چارواکي پر خلکو فشار راوړي څو پر خپلو تذکرو سټېکر ولګوي او بيا يې دوى ته ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.