ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیکه دی

پنجشېر کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیکه دی

author avatar
7 May 2018 - 15:33
پنجشېر کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیکه دی
author avatar
7 May 2018 - 15:33

پاراخ (پژواک، ۱۷ غويی ۹۷): په پنجشېر ولایت کې تر اوسه ۶۰۰۰ کسانو چې ۳۰سلنه یې ښځې دي، د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د ټاکنو نېټه د روان کال د تلې په ۲۸مه اعلان شوې ده او ټاکنو ته د نوم لیکنې بهیر د وري له ۲۵مې پیل او د غويي تر ۲۲مې به د هېواد مرکز او ولایتونو کې دوام ومومي.

همداراز د رایه ورکوونکو نوم لیکنې دویم پړاو به په ولسوالیو کې د غويي له ۲۵مې پیل او د غبرګولي تر اوومې به دوام ومومي او درېیم پړاو به په لرو پرتو کلیو کې د غبرګولي له ۷ تر ۲۲ مې ترسره شي؛ خو کمېسیون ویلي چې ښايي د اړتیا پر مهال درې واړه پړاوونه وغځول شي.

د پنجشېر ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر د ادارې او خدماتو عمومي مدیر اغا شېرین نیازي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه د دغه ولایت په مرکز کې د نوم لیکنې په ټولو یوولسو مرکزونو کې د ۱۸۰۰ ښځو په ګډون ۶۰۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: ((د پنجشېر ولایت مرکز نږدې دېرش زره نفوس لري، د وګړو شمېر په تناسب باید تر اوسه لږ تر لږه په شرایطو برابر ۱۵زره نارینه او ښځینه وو نوم لیکنه کړې وه، چې دغه کار نه دی شوی.))

نوموړي د دغه بهیر پیکه والي لامل په بشپړ ډول د خلکو نه پوهاوی په ګوته کړ، ویې ویل چې په پنجشېر کې د ټاکنو ساحوي دفتر د عامه پوهاوي په برخه کې دوه کسان لري چې په هېڅ ډول اړتیا نه شي پوره کولی.

خو د دغه ولایت د مرکز اوسېدونکی صالح محمد چې تر اوسه یې نوم لیکنه نه ده کړې، وویل: ((پر چا باور نه لرم؛ چا ته چې مو رایه ورکړه خدمت یې ونه کړ، زړه مې له ټاکنو مات دی او د نوم لیکنې پلان نه لرم.))

د پنجشېر د ټاکنو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر د اداري او خدمتونو مدیر د ښځو ګډون له دې امله پیکه وباله چې ډېری ښځې تذکرې نه لري.

مېرمن نخود بي بي چې پنځوس کاله عمر لري او د پنجشېر دویمې حصې ولسوالۍ د کرامان کلي اوسېدونکې او نالوستې مېرمن ده، هغې هم وویل چې غواړي تذکره واخلي او د ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي؛ خو تر اوسه د تذکرو وېش بهیر د هغوی په سیمه کې نه دی پیل شوی.

په ورته وخت کې نیازي وویل چې د نوم لیکنې بهیر له پیله وړاندې د پنجشېر د وګړو د نفوسو احوال د ثبت چارواکو ته ویل شوي وو چې د تذکرو وېش پیل کړي چې دغه کار یې ونه کړ، نو ځکه د پنجشېر په مرکز کې د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو ګډون پیکه دی.

نوموړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له مرکزي دفتره غوښتنه وکړه چې د پنجشېر ساحوي دفتر کې دې د عامه پوهاوي په برخه کې د کسانو شمېر زیات کړي او د وګړو د احوال ثبت له ادارې یې غوښتنه وکړه چې د تذکرو وېش لړۍ دې ګړندۍ کړي.

د پنجشېر د وګړو د احوال د ثبت امر محمد ادریس حکیمي پژواک ته وویل چې د دفتري ننګونو له امله یې د تذکرو وېش د ګرځنده ډلو پر مټ پیل نه کړ، خو دغه بهیر نن پیل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.