ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: پکتیکا کې ۱۳ طالبان وژل شوي

چارواکي: پکتیکا کې ۱۳ طالبان وژل شوي

author avatar
7 May 2018 - 16:18
چارواکي: پکتیکا کې ۱۳ طالبان وژل شوي
author avatar
7 May 2018 - 16:18

لښکرګاه- ښرنه (پژواک، ١٧ غويى ٩٧): په هلمند کې د ځانمرګي دوه واسکټونه کشف او ترلاسه شوي، بلخوا په پکتيکا کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال  ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو مدير سمونوال عبدالکريم د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار يې د لښکرګاه ښار په صافيانو سيمه کې د ځانمرګو بريدونو دوه واسکټونه کشف او ترلاسه کړي دي.

ده وويل چې د دغو واسکټونو په تور يې د ادريس په نوم يو کس هم نيولى او څېړنې ترې روانې دي.

دغه راز د هلمند ا منيې قوماندانۍ وياند دويم څارون عبدالسلام افغان پژواک ته د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چې دغه واسکټونه په لښکرګاه ښار کې د بريدونو لپاره چمتو شوي وو.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر پوستو بريدونه کړي دي.

په برمل ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو قوماندان ډګرمن محمد ايوب پژواک ته وويل چې تېره شپه يوه بجه د کارېزګي په سيمه کې طالبانو د دوى پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

هغه وايي چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې دوه د ملي اردو سرتېري هم ټپيان شوي دي.

خو په برمل ولسوالۍ کې يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دى وايي چې په دې جګړه کې د ملي اردو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

برمل د پکتيکا د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه اوږده پوله لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.