جلال اباد (پژواک، ١٨غويی ٩٧): د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اړوند د جلال اباد- تورخم لویې لارې په اوږدو کې د دوو موټرو د ټکر له امله ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې په سرخ دېوال سيمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر او اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
دی وايي چې په پېښه کې د يوې ښځې او درېیو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.
هغه وايي چې د پېښې ټول قربانیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او زیاتوي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د يادونې ده، ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن