ترينکوټ (پژواک، ١٨ غويی ٩٧): په اروزګان کې د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله د نوم ليکنې له ٦٥ مرکزونو يواځې ١٢ يې فعال دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي کمېټې مسوول احمدشاه قانوني د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله په ډېرو سيمو کې د نوم ليکنې مرکزونه تړل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د نوم ليکنې ٦٥ مرکزونه دي چې له ډلې یې يواځې ١٢ فعال دي.
قانوني زياته کړه: ((که امنيتي ساحه پراخه شي نو موږ په ټولو سيمو کې د نوم ليکنې مرکزونه فعالوو.))
د هغه په وينا، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د راتلونکو ټاکنو د شفافيت لپاره اړينې هلې ځلې کوي خو نا امني يې پر وړاندې خنډ جوړوي.
د قانوني په خبره، په دغه ولايت کې تر دې مهاله څه باندې ١١زره کسانو نوم ليکنه کړې چې له دغه شمير څخه زر يې ښځې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د مرکز ترينکوټ اوسېدونکي ميراخان وويل چې له تېرو دوه کلونو راهيسې د مرکز په ګډون ډېرى ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له لوري کلابندې شوې دي.
هغه وايي: ((له دولت سره يواځې مرکزونه دي، نو په کليو او بانډو کې خلکو ته دا زمينه نه ده برابره چې ولاړ شي او د ټاکنو لپاره نوم ليکنه وکړي.))
دغه راز د دغه ولايت بل اوسېدونکي محمد قسيم محمدي د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مسوولینو وغوښتل څو په هغو سیمو کې د خلکو لپاره د نوم لیکنې مرکزونو ډېر کړي چې امنيت يې ښه دى.
هغه وویل چې د دغه ولایت په امنو سیمو کې د ټاکنو مرکزونه کم دي چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.
بل لور ته د يادو څرګندونو په غبرګون کې په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قيمتي پژواک ته وويل چې د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت د ټينګښت لپاره دوى پلانونه لري.
هغه وايي: ((د دغو پلانونو په پلي کولو سره به امنيتي ستونزې تر ډېره حل شي او خلک به بيا وکولاى شي چې نوم ليکنه وکړي او رايه ورکړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن