سرپل (پژواک، ١٨ غويى ٩٧): د سرپل د مرکز اړوند په قوش تپه سيمه کې د طالبانو په بريد کې د سرپل ښار د دويمې امنيتي حوزې مرستيال وژل شوی او د دوو پوليسو او يوې ښځې په ګډون درې کسان ټپيان دي.
د سرپل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سيد نقيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرپل ښار د پوليسو د دويمې امنيتي حوزې مرستيال څارمن ايرګش تېره ورځ ناوخته د اړوندو چارو د سمون په موخه له يو شمېر پوليسو سره د مرکز اړوند په خُم اباد سيمه کې د لويو لارو پوليسو پوستې ته تللى و.
هغه وايي چې څارمن ايرګش او ورسره تللي نور پوليس نن سهار بېرته دويمې حوزې ته راتلل چې په قوش تپه سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شول او ياده مرګ ژوبله واوښته.
د ده په وينا، وسله والو طالبانو په کلي کې کمين نيولى و او يوه ښځه هم د هغوى پر ډزو ټپي شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي هم ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې د بريد پر مهال يو وسله وال طالب هم ټپي شوى دى.
هغه وايي چې په بريد کې د پوليسو يو هاموې ټانک هم زیانمن شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن