د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې له هرو ۶ کسانو یو یې له داخلي بېځایه شوو یا را ستون شوو دی

د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې له هرو ۶ کسانو یو یې له داخلي بېځایه شوو یا را ستون شوو دی

May 08, 2018 - 19:58

 

کابل (پژواک، ۱۸غويی ۹۷): د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې له هرو شپږو کسانو یو یې کورنی بېځایه شوی او یا راستون شوی کډوال دی او په تېرو شپږو کلونو کې له یادو ولایتونو نږدې ۸۰۰زره کسان له هېواده وتلي دي.

دغه اراز د یاد سازمان موندنې ښيي چې ډېری را ستانه شوي او داخلي بېځایه شوي کسان له سختې بېوزلۍ سره مخ دي، نږدې یو میلیون بېځایه شوي او را ستانه شوي شخصي کورونه نه لري، له نیمايي زیاته برخه بېځایه شوي په هرات، ننګرهار او کابل ولایتونو کې ژوند کوي او له هرو شلو را ستانه شوو پنځه یې په ننګرهار، درې یې په کابل او پاتې نور یې په ۱۳ ولایتونو ته بېرته را ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د بېځایه شوو سروې درېیمه دوره (DTM) له ۲۰۱۲ کال راهیسې د ۲۰۱۷ کال تر پای پورې، له ۳۵۰۰۰ کسانو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو له لارې د افغانستان د ۱۵ ولایتونو (بغلان، بلخ، فراه، هرات، کندهار، خوست، کندوز، لغمان، لوګر، ننګرهار، نیمروز، پکتیا او تخار) په ۱۸۸ ولسوالیو کې ترسره شوې ده.

د دې سروې پایله چې موخه یې اړمنو کسانو ته د اړینو مرستو لار هوارول دي، نن په کابل کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو په حضور کې اعلان شوه.

د اعلان شوو پایلو پر بنسټ، په یادو ولایتونو کې له هرو شپږو کسانو یو یې کورنی بېځایه شوی یا بېرته را ستون شوی دی.

د ترسره شوې ارزونې له مخې، د هېواد په کچه ډېری را ستانه شوي او یا داخلي بېځایه شوی په یادو ۱۵ ولایتونو کې ثبت شوي، په تېرو شپږو کلونو کې د ۲۰۱۲ کال له جنورۍ د ۲۰۱۷ کال تر ډسمبر پورې په ټولیز ډول ۳،۵ میلیونه افغانان چې د یادو ولایتونو ۱۸ سلنه خلک جوړوي، له بهره را ستانه شوي او یا په هېواد کې دننه بېځایه شوي دي.

موندنې په ډاګه کوي چې په یاده موده کې څه باندې یو عشاریه اته میلیونه کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ الله میاخېل د معلوماتو له مخې، دمګړۍ نږدې شپږ میلیونه افغانان په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي، سرچینې زیاته کړه چې له یاد شمېر څخه ۱،۴ میلیونه په پاکستان، دوه عشاریه درې میلیونه په ایران او دوه عشاریه درې میلیونه په ترکیه او اروپايي هېوادونو کې ژوند کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار وویل چې د ختیځو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) ډېری اوسېدونکي پاکستان ته کډوال شوي، خو چې بېرته را ستنېږي، په ننګرهار ولایت کې ځای پر ځای کېږي.

د ننګرهار مرکز جلال اباد په ختیځو ولایتونو کې تر ټولو لوی ښار دی.

بېځایه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان کښلي چې څه باندې ۱،۷ میلیونه داخلي بېځایه شوي اوسمهال د هېواد په یادو ۱۵ ولایتونو کې استوګن دي.

سرچینې لیکلي چې په هرو لسو بېځایه شوو کې ۹ یې د جګړو او نا امنیو او پاتې نور د طبیعي پېښو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

سرچينې لیکلي چې له نیمايي ډېر کورني بېځایه شوي (۵۷ سلنه) د خپلو ولایتونو په امنو سیمو کې ځای پر ځای شوي، په داسې حال کې چې پاتې (۴۳ سلنه) نور له خپلو ولایتونو بهر استوګن شوي دي.

په ورته مهال په راپور کې راغلي چې څه باندې ۱،۶ میلیونه کسان چې مخکې بېځایه شوي وو، دا مهال بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

سخته بېوزلي

په راپور کې راغلي چې ډېری کورني بېځایه شوي او را ستانه شوي کسان له سختې بېوزلۍ سره مخ دي او څه باندې ۱۰۰زره یې دا مهال په خېمو کې او یا تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

ښاري سیمو ته لومړیتوب ورکول

د یاد سازمان موندنې ښيي چې په ښارونو کې د داخلي بېځایه شوو او بېرته را ستانه د مېشتېدنې چټک بهیر د ښه امنیت، اساسي خدمتونو او کاري فرصتونو ترلاسه کولو له امله دی.

د یادو شمېرو له مخې، نږدې نیمايي را ستانه شوي او کورني بېځایه شوي کسان چې په پنځلس ولایتونو کې تر ارزونې لاندې راغلي، د ښارونو په مرکزونو کې ژوند کوي.

سرچینې کښلي چې ۵۵ سلنه کورني بېځایه شوي د ښارونو په مرکزونو کې مېشت شوي، په داسې حال کې چې ۴۲ سلنه را ستانه شوو هم ښاري چاپېریال غوره کړی دی.

د راپور پر بنسټ، ډېری کورني بېځایه شوي او را ستانه شوي په داسې حال کې په غیر رسمي ښارګوټو کې چې د ښارونو مرکزونو ته نږدې جوړ شوي، استوګن کېږي چې په یادو ښارګوټو کې روغتیا ساتنې وضعیت په ډېر بد حالت کې دی او د ځښاک پاکو اوبو ته لاسرسی هم محدود دی.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر لارنس هارټ ویلي: ((تېر ژمي ته په پام سره موږ د لږې برېښنا او ورښت شاهدان وو، نو ښايي سږ کال اوړی له وچکالۍ سره مخ شو، په داسې حالت کې به سخته نه وي چې تاسو تصور وکړئ کومو کسانو چې ډېر زیان لیدلی، دا مهال هغه کسان دي چې ډېر زیان منونکي دي، داخلي بېځایه شوي او را ستانه شوي کسان تر ډېره نه شي کولی په داسې سيمو کې ځای پر ځای شي چې هلته اساسي اړتیاوو ته لاسرسی ولري.))

کډوالي

په یاد راپور کې راغلي چې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۷ کلونو پورې څه باندې ۷۷۲۰۰۰ کسانو (د افغانستان د یادشوو پنځلس ولایتونو پنځه سلنه نفوس) خپل هېواد پرېيښی، ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي او تر اوسه بېرته نه دي را ستانه شوي.

سرچینې ویلي چې یاد ۶۰ سلنه کسان ایران، ۲۱ سلنه پاکستان او پاتې نور ترکیې او اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د دغه راپور له خپرېدو وروسته وویل چې دا څېړنه د هېواد دننه بېځایه شوو او بهر ته د کډوال شوو کره انځور ښيي.

نوموړي له یاد وزارت سره د کډوالۍ نړیوال سازمان د همکارۍ دوام ته د هیله مندي تر څنګ وویل چې د کډوالۍ نړیوال سازمان موندنې به د یو مهم لومړیتوب په توګه د افغان حکومت له لوري تر نظر لاندې ونیول شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement