ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار  ټولو مرکزونو کې د نوم لیکنې اړوند توکي خلاص شوي

د کندهار ښار ټولو مرکزونو کې د نوم لیکنې اړوند توکي خلاص شوي

author avatar
8 May 2018 - 20:03
د کندهار ښار  ټولو مرکزونو کې د نوم لیکنې اړوند توکي خلاص شوي
author avatar
8 May 2018 - 20:03

کندهار (پژواک، ۱۸ غویی ۹۷): د کندهار د ولایتي شورا غړو د کندهار ښار په ټولو ۴۰ مرکزونو کې د نوم لیکنې د اړوندو توکو د خلاصېدو خبر ورکړ او له مرکزي ادارې یې د ژر پوره کولو غوښتنه وکړه.

بل خوا په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولین وايي د موادو د پوره کولو لپاره یې مرکز ته وړاندیز کړی او سمدستي د ولسوالیو له موادو کار اخلي.

په ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره نوم ليکنه د وري په ٢٥مه د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوې او وروسته ولسواليو او لرې پرتو سيمو ته غځول کېږي.

د کندهار د ولایتي شورا غړي سید احمد سیلاب وویل، څلور یا پنځه ورځې د کندهار ښار په شاوخوا ۱۵ مرکزونو کې د نوم لیکنې مواد خلاص شوي وو او دا دی اوس په ټولو مرکزونو کې دغه مواد په خلاصېدو دي خو مرکزي ادارې تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.

هغه له کابل وروسته کندهار دویم ولایت یاد کړ چې د راتلونکو ټاکنو لپاره په کې په لوړه کچه نوم لیکنه شوې او لا هم زرګونه نارينه او ښځې د نوم لیکنې لپاره انتظار باسي.

هغه د ټاکنو د کمېسیون پر مرکزي ادارې نیوکه وکړه چې کندهار ته يې نه یوازې د نوم لیکنې کم مرکزونه ورکړي، بلکې په قصدي ډول يې د نوملیکني مواد بند کړي دي.

د ولایتي شورا بل غړي عطاالله عطا وویل، د نوم لیکنې د پروسې د بریا لپاره یې پراخ کمپاین وکړ، اوس چې خلک په پراخه کچه ګډون کوي اړوند مواد خلاص شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې په کندهار کې د نوم لیکنې د بهیر له پیلېدو د غویی تر ۱۸مې شاوخوا ۱۸۹ زره تنو نوم لیکنه کړې چې له ۳۵ زره يې زیاتې ښځې دي.

عطا هم نیوکه وکړه چې د نوم لیکنې لړۍ له پيله له ستونزو سره مل وه، ځکه په مرکزونو کې مامورین کم دي، ځینې مامورین کافي سواد نه لري او خلک په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي چې نوم ليکنه وکړي.

په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوول هاشم دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د موادو د پوره کولو لپاره یې مرکز ته وړاندیز کړی او  د اوس لپاره د ولسوالیو له موادو کار اخلي.

ده زیاته کړه، د کندهار ښار په مرکزونو کې د نوم لیکنې لړۍ په چټکۍ روانه ده او د دوی تمه دا ده چې تر راتلونکو دوو ورځو د نوم لیکنې اړوند مواد (سټېکرونه او د ثبت کتابونه) کندهار ته را ورسېږي.

د ده په خبره، له هغه وروسته چې په کندهار کې د نوم لیکنې لړۍ ګړندۍ شوه او ډېر خلک د نوم لیکنې مرکزونو ته لاړل، ان هغه احتیاطي مواد هم خلاص شول خو دوی یې ژر د پوره کولو هڅې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.