فيروزکوه (پژواک، ۱۸ غويی ۹۷): د غور ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت پر شهرک ولسوالۍ د طالبانو په پراخ بريد کې لږ تر لږه ۱۰ طالبان، يو پوليس او درې ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.
د غور د شهرک ولسوال محمد کبير پژواک خبري اژانس ته په ټيلېفوني اړيکه کې وويل چې طالبانو تېره شپه يادې ولسوالۍ او د ولسي پاڅونوالو تر کنټرول لاندې ځينو نورو سيمو د نيولو په موخه بريد وکړ.
نوموړي زياته کړه چې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښته کې لس طالبان وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.
د کبيري په وينا، په دې نښته ګې يو ملي پوليس او درې پاڅونوال هم وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
د غور د شهرک ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي چې د يادې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې اوس هم خال خال جګړه روانه ده او امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ له ټولو کليو څخه ددفاع لپاره چمتوالی لري.
د غور ولايت ځايي سرچينې وايي چې طالبان له يوې اوونۍ څخه را په دې خوا په شهرک ولسوالۍ کې راټول شوي او اوس د غور- هرات لويې لارې پر ډېرې برخې کنټرول لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن