ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په کرکټ کې د بنګله دېش کوربه توب کوي

افغانستان په کرکټ کې د بنګله دېش کوربه توب کوي

author avatar
9 May 2018 - 19:25
افغانستان په کرکټ کې د بنګله دېش کوربه توب کوي
author avatar
9 May 2018 - 19:25

کابل (پژواک ١٩ غويى ٩٧): د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې سره په راتلونکې غبرګولي مياشت کې درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ له ادارې څخه پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د روان کال د غبرګولي د مياشتې په ١٣مه، ١٥مه او ١٧مه (د جون د میاشتې په  ۳مه، ۵مه او ۷مه) نېټه د هندوستان په دهرادون ښار په راجیوګاندي نړیوال کرکټ لوبغالي کې درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

سرچينې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عاطف مشعل له قوله ويلي چې د افغانستان کرکټ بورډ خوښ دی چی د بنګله دېش په څېر د پیاوړې لوبډلې کوربه توب کوي؛ افغانستان به له بشپړ چمتووالي سره د بنګله دېش پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي هم ويلي، چې د افغانستان داخلي کچې غوره لوبغاړي، نولس کلنو لوبډلې لوبغاړي او ملي لوبغاړي په هندوستان کې په تمریناتي کمپ بوخت دي، ترڅو وکړای شو چی له ګډون کوونکو لوبغاړو څخه یوه پیاوړې لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې اعلان کړو، ځکه چی د یادو لوبو نومرې نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره ارزښتناکې دي.

د بنګله دېش د کرکټ اجرائیه رییس نظام الدین چوهدري د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې ته ويلي، د دواړو هېوادونو لوبډلو ترمنځ به د لوبو دا لړۍ رقابتي وي. افغانستان په شل اوریزو لوبو کې څو ښه لوبغاړي لري او  ددهرادون له حالاتو سره د هغوی اشنایي به ورته ګټوره تمامه شي.

ده زیاته کړې: "د بنګله دېش لوبډله هم یوه اعتمادي او باتجربه لوبډله ده او موږ دغو سیالیو ته ډېر لېواله یو."

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، افغانستان تر اوسه له بنګله دېش سره یوه شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۴ کال کې ترسره کړې چی د بنګله دېش په ګټه پای ته رسېدلې ده.

د شل اوریزو نړیوالو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان، اوسمهال اتم او بنګله دېش لسم مقام کې ځای لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.