قلعه نو (پژواک، ١٩ غويى ٩٧): ځينې سرچينې وايي، د بادغيس ولايت په مُقر ولسوالۍ کې په تېروتنې سره پر سيمه ييزو پوليسو په هوايي بريد کې له دغو پوليسو څخه شپږ کسان وژل شوي دي.
د بادغيس د ولايتي شورا غړي فريد اخي زي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه شپږ سيمه ييز پوليس نن شاوخوا ١١ بجې د مُقر ولسوالۍ په سنګه خير سيمه کې له خپلې پوستې څخه چېرته روان وو چې د جېټ الوتکو تر بريد لاندې راغلل.
دى وايي، کېداى شي دغه الوتکې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو وي او پر يادو کسانو يې د دولت د وسله والو مخالفين ګومان کړى وي؛ ځکه چې وژل شويو کسانو پوځي جامې نه لرلې او هغه ملکي جامې يې پر تن وې چې د دولت وسله والو مخالفين يې هم اغوندي.
بهرنيو ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند سرور داوري، په ياده سيمه کې هوايي بريد تاييدوي، خو وايي چې تر دې دمه يې په اړه جزييات نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن