ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“جوزجان کې ځيني نوماندان له خلکو په ګواښ او د پیسو بدل کې تذکرې ټولوي”

“جوزجان کې ځيني نوماندان له خلکو په ګواښ او د پیسو بدل کې تذکرې ټولوي”

author avatar
9 May 2018 - 16:40
“جوزجان کې ځيني نوماندان له خلکو په ګواښ او د پیسو بدل کې تذکرې ټولوي”
author avatar
9 May 2018 - 16:40

شبرغان (پژواک، ۱۹ غويی ۹۷): د جوزجان ولايت ځيني اوسېدونکي ادعا کوي چې د ټاکنو احتمالي نوماندان له خلکو په ګواښ او د پيسو په بدل کې ثبت شوې تذکرې راټولوي او ژمنه کوي چې که بريالي شي له دوی سره به مالي مرسته وکړي.

د شبرغان يوه اوسېدونکي عزيزالله الفتي پژواک خبري اژانس ته وويل: "د ټاکنو لپاره ځيني احتمالي نوماندان، اوس له خلکو ثبت شوې تذکرې را ټولوي."

هغه وويل، دا چې د نوم ليکنې بهير لپاره لېوالتیا ورځ تر بلې ډېرېږي، د تذکرو بيه له زر افغانيو ۱۵۰ افغانيو ته را لوېدلې ده.

د الفتي په خبره، نوماندان له هغو کورنيو سره چې تذکرې يې ورڅخه پېرلې، اړيکه نيولې او ژمنه يې ورکړې چې که د ټاکنو په ورځ خپله رايه دوی ته ورکړي، تر برياليتوب وروسته به هرې کورنۍ ته لس لس زره افغانۍ ورکړي.

نوموړي د ټاکنو د احتمالي نوماندانو دغه اقدام عوامو ته يوه دوکه وبلله او ويې ويل چې ځيني کسان په چل ول سره د خلکو له احساساتو سره لوبې کوي.

په ورته وخت کې د جوزجان ولايت يو بل اوسېدونکي اختر محمد فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د راتلونکو ټاکنو ځينې احتمالي نوماندان، مخکې له دې چې د نوماندانو دنوم ليکنې پروسه پيل شي، جوماتونو او تکيه خانو ته ځي او خلکو ته د ډوډۍ او پيسو ورکړې ژمنې په ورکولو سره غواړي چې ځانته رايې را ټولې کړي.

هغه په داسې حال کې چې د مشخص احتمالي نوماند نوم يې وانه خيست، خو زياته يې کړه چې دغه کار ټاکنيزه سرغړونه ده چې بايد مخه يې ونيول شي.

د مدني ټولنې يوې فعالې علينا رسا هم پژواک ته وويل: "که وضعيت همداسې وي او هره ورځ ستونزې رامنځ ته کېږي، پر ټاکلې نېټې د ټاکنو ترسره کېدل ناشونې ده."

نوموړي د ټاکنو پر وړاندې امنيتي ننګونو ته په اشارې سره وويل، هغه ستونزې چې احتمالي نوماندانو رامنځ ته کړې،هغه امنيتي ننګونې چې ددولت مخالفينو په ځينو سيمو کې رامنځ ته کړې، ډېرې د اندېښنې وړدي.

مېرمن رسا زياته کړه چې په ځينو سيمو کې د ټاکنو کار کوونکي تښتول شوي او هره ورځ نورې ستونزې هم رامنځته کېږي او دغو مسايلو ته په پام سره، ستونزمنه ده چې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي.

دغه راز په جوزجان ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر امان الله حبيبي په داسې حال کې چې د احتمالي نوماندانو له خوا يې د تذکرو راټولولو موضوع يوه اوازه وبلله، پژواک ته يې وويل: "دغه اوازه موږ هم اورېدلې ده."

هغه زياته کړه، په دې اړه قضاوت ډېر وختی دی؛ ځکه لا د نوماندانو د نوم ليکنې بهير نه دی پيل شوی او دغه پروسه د غبرګولي په پنځمه پيلېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.