ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان ښځو پنځم سراسري سمپوزیم پای ته ورسېد​

د افغان ښځو پنځم سراسري سمپوزیم پای ته ورسېد​

author avatar
9 May 2018 - 20:19
د افغان ښځو پنځم سراسري سمپوزیم پای ته ورسېد​
author avatar
9 May 2018 - 20:19

کابل (پژواک ١٩ غويى ٩٧): د افغان ښځو پنځم سراسري سمپوزیم د «مسوول ښاروند، ځواب ویونکی حکومت، سالمه ټولنه» تر عنوان لاندې له درېیو ورځو وروسته د ۲۵ ماده‌ییز پرېکړه لیک په خپرولو سره خپل کار پای ته ورساوه.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، د افغان ښځو سراسري سمپوزیم په درېیمه ورځ ګډونوال په ۱۰ کاري ډلو ووېشل شول او خپل نظریات او افکار یې د ښاروند د مسؤولیتونو، سالم چاپیریال، د مسؤول ښاروند روزنې، د منل شویو رسومو د عامولو، د تبعیض له منځه وړو، د ښارونو جوړښت او د سوله ییزې اوسېدنې په اړه بیان کړل.

سرچينه زياتوي، د سمپوزیم د پرېکړه لیک کمېټې د مهمو نقطو او د کاري ډلو د وړاندیزونو په انسجام، ۲۵ ماده‌ییز پرېکړه لیک ترتیب کړ، چې د ګډونوالو لپاره واورول شو.

د یو بل پر وړاندې د خلکو مسؤولیتونه، دولت او ټولنه؛ ارزښتونو، لیدلوریو او د یو بل عقایدو ته درناوی؛ د ښاروندۍ فرهنګ د تقویت په موخه له ټولنیزو شبکو مسؤولانه ګټه؛ په ټولنیزو چارو په ځانګړي ډول ټاکنو کې د خلکو برخه؛ له افراطپالنې سره مبارزه؛ قانون او قانونمندۍ ته درناوی؛ د چاپیریال ساتنې د قوانینو مراعت او تطبیق؛ د تبعیض په له منځه وړو کې د استازو فعال رول؛ په ولسي تړون ملي پروګرام کې د مېرمنو له پنځوس سلنې برخې ملاتړ؛ له ښاروندۍ فرهنګ څخه د ملاتړ په تړاو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت د مسؤولیتونو او رول بیا ارزونه؛ په روزنه کې د رسنیو د رسالت او رول تقویت؛ د ښاروندۍ فرهنګ دودول او عامه پوهاوی؛ د مسجد دورې او ماشومانو د روزنې د نصاب په برابرولو کې د پوهنې او حج او اوقافو وزارت ترمنځ همغږي ددې پرېکړه لیک مهم نقاط دي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې د پروګرام په پای کې د وینا پر مهال، د دې سمپوزیم له ترسره کېدو او په هغه کې له ټول افغانستان څخه د ښځو د حضور په تړاو خوښي وښوده او هیله یې وښوده، چې ګډونوالو به له متفاوتو پنلونو او بېلابېلو بحثونو څخه ډېر څه زده کړي وي او خپل زده کړي موضوعات به له نورو هېوادوالو سره شریک کړي.

هغې زياته کړه، د افغانستان اساسي قانون د خلکو له لوري جوړ شوی دی او مسؤول ښاروند باید قانون په هغه ډول چې په کار دی، رعایت کړي.

دې همدا راز وویل، چې افغانستان اوږده لار په مخ کې لري، څو د خلکو غږ واورېدل شي، خو ټاکنې کولای شي د خلکو د غږ اورېدو لپاره زمینه برابره کړي.

لومړۍ مېرمنې د سمپوزیم له ټولو ګډونوالو او په ځانګړي ډول له مېرمنو وغوښتل، چې د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې په پروسه کې ګډون وکړي او د یوه مسؤول ښاروند په توګه په ټاکنو کې خپل رول ولوبوي.

د هغې په وينا، ښاروندي له هېواد سره مینه ده او هر ښاروند چې خپل هېواد سره مینه ولري، مسؤول ښاروند دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د پروګرام په جریان کې د کابل ښار له منظرو او په فرهنګي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د ښځو د فعالیتونو په تړاو مستند فلم هم خپور شو او همدا راز د «دختران ستاره» ټیم نجونو، ګډونوالو ته د تیاتر نمایش ترسره کړ. په پای کې یو شمېر فعالو مېرمنو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د افغان ښځو پنځم سمپوزیم د لومړۍ مېرمنې په نوښت د غویي میاشتې له ۱۷ تر ۱۹ ترسره شو. په دې پروګرام کې له ټول افغانستان څخه ۳۵۰ ښځو ګډون کړی وو. ګډونوالو ددې پروګرام ترسره کېدل د خلکو ترمنځ د غوره همغږۍ رامنځته کولو، د ښاروندۍ فرهنګ تمرین او د ډیالوګ فضا رامنځته کولو لپاره اغېزناک وباله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.