ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تاله برفک د ولسوال او امنیه قوماندان په ګډون ۱۰۰ سرتېري نا درکه دي

د تاله برفک د ولسوال او امنیه قوماندان په ګډون ۱۰۰ سرتېري نا درکه دي

author avatar
9 May 2018 - 16:47
د تاله برفک د ولسوال او امنیه قوماندان په ګډون ۱۰۰ سرتېري نا درکه دي
author avatar
9 May 2018 - 16:47

پلخمري (پژواک، ١٩ غويی ٩٧): د بغلان ولايتي شورا رييس وايي چې د تاله برفک ولسوالۍ د ولسوال او امنيه قوماندان په ګډون سل سرتېري نا درکه دي.

وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د يو ډله ييز بريد په ترڅ کې د بغلان تاله برفک ولسوالۍ ونيوه.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان ولایتي شورا ريیس صفدر محسني د غویي په ۱۹مه خبريالانو ته وویل چې د تاله برفک ولسوالۍ په جګړه کې د درېیو ملکي وګړو په ګډون د عامه نظم ۱۱ سرتېري وژل شوي او څلور ملي پولیس ټپیان شوي.

هغه وايي چې د یادې ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قوماندان په ګډون څه باندې سلو افغان سرتېري نا درکه دي.

د ولایتي شورا ريیس  زیاتوي چې د تاله برفک ولسوالۍ د سقوط په اړه بايد حکومتي چارواکي خلکو ته ځواب ورکړي.

نوموړی وايي چې  شپږ میاشتې وړاندې یې د امنیت شورا په ناسته کې د دولت لوړپوړو چارواکو ته وویل چې د بغلان ډېری سیمې د احتمالي سقوط له ګواښ سره مخ دي خو هغوی یې په اړه هېڅ ګام پورته نه کړ.

د ولایتي شورا ريیس تور پورې کړ چې دغه ولسوالۍ د یوې معاملې له مخې طالبانو ته سپارل شوې ده.

هغه وايي: ((د ۱۲۴ تنه سرتېرو په حضور چې په وسلو هم سمبال وو، په ناڅاپي ډول د ولسوالۍ سقوط څرګندوي چې غفلت شوی او ولسوالۍ معامله شوې ده.))

دغه راز د  بغلان د امنيې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع  هم د ولایتي شورا له خوا افغان سرتېرو او ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ورکړل شوې شمېره  تايیدوي او وايي چې وسله والو طالبانو ته هم  په دې جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره يې معلومه نه ده.

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په استول شوي پیغام کې  په بشپړ ډول د ولسوالۍ د کنټرول  ویلي او افغان ځواکونو ته یې د اوښتي مرګ ژوبلې تر څنګ د یو شمېر مهماتو ترلاسه کولو ادعا هم کړې.

بلخوا د بغلان والي عبدالحي نعمتي پژواک ته وویل چې وسله والو طالبانو تیر مازیګر چې شمیر یې ۸۰۰ کسانو ته رسیده د تاله برفک پر ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ.

هغه وايي چې تر دوه ساعته سختې جګړې وروسته افغان ځواکونو د تکتیکي شاتګ وکړ چې له امله ولسوالۍ او يو شمير مهمات د طالبانو لاس ته ورغلل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.