ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتيا وزارت: د کابل په نننيو بريدونو کې ٧ تنه وژل شوي

د روغتيا وزارت: د کابل په نننيو بريدونو کې ٧ تنه وژل شوي

author avatar
9 May 2018 - 12:03
د روغتيا وزارت: د کابل په نننيو بريدونو کې ٧ تنه وژل شوي
author avatar
9 May 2018 - 12:03

درېيم تعقيب – کابل (پژواک ١٩ غويى ٩٧): د عامې روغتيا وزارت وايي، د کابل ښار د لسمو او ديارلسمو حوزو په سيمو کې د مخالفينو په ډله ييزو بريدونو کې اووه تنه وژل شوي او ١٧ ټپيان دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر وحيد مجروح وايي چې ياده شوې شمېره د مازيګر تر شپږو بجو پورې د روغتونونو له خوا تاييد شوې ده.

خو نوموړي تر دې وړاندې ويلي و چې پر ديارلسمې امنيتي حوزې د بريدکوونکو په حمله کې څلور تنه وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي، دغه راز د لسمې حوزې په شهرنو سيمه کې د وسله والو په بريد کې يو تن وژل شوى او ١٣ نور ژوبل دي.

نوموړي په دې اړه چې وژل شوي کسان نظاميان دي که ملکيان څه ونه ويل او همدارنګه يې د دې پېښو د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه هم څه په ډاګه نه کړل.

ځانمرګو بريدکوونکو، نن غرمه يوولس نيمې بجې د کابل ښار پر ديارلسمې حوزې او کابو نيم وروسته، پنځو نورو وسله والو د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند په شهرنو سيمه کې د "شهير" په نوم يوه خصوصي شرکت ته نږدې وسله وال بريد پيل کړ.

د "شهير" شرکت د هند ویزو د ترلاسه کولو په خاطر د افغانانو غوښتنليکونو چارې مخ ته وړي.

د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک چې په کابل کې يې په خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل د ديارلسمې حوزې بريد کې د دوو ځانمرګو په ګډون دوه پوليس وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان دي.

ده زياته کړه چې د ملکي تلفاتو په اړه تراوسه معلومات نشته.

پر ديارلسمې حوزې بريد داعش ډلې او د لسمې حوزې بريد مسووليت طالبانو په غاړه اخيستى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.