ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شينواری: د ننګرهار د پوهنې په بهير کې لاسوهنه د زغم وړ نه ده

شينواری: د ننګرهار د پوهنې په بهير کې لاسوهنه د زغم وړ نه ده

author avatar
9 May 2018 - 15:58
شينواری: د ننګرهار د پوهنې په بهير کې لاسوهنه د زغم وړ نه ده
author avatar
9 May 2018 - 15:58

جلال اباد (پژواک، ۱۹ غويی ۹۷): د ننګرهار د پوهنې رييس وايي، د پوهنې په بهير کې ورته د هېچا شخصي مداخله د زغم وړ نه ده او په دې برخه کې به هېچا ته د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

هغه وايي، هېڅ وکيل او هېڅ چارواکی به پرې نه ږدي چې خپلې شخصي غوښتنې د پوهنې په چوکاټ کې ځای پر ځای کړي؛ خو وايي، د ټولو اړخونو نېکو مشورو ته د پوهنې بهير د پياوړتيا په برخه کې ځای ورکوي.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسبيب الله شینواري چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې پر دې دنده ګومارل شوی، دغه څرګندونې له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه وويل، ننګرهار کې ۹۰۲ بابه ښوونځي موجود دي چې له دې ډلې  ۵۵ سلنه يې ودانۍ، احاطه او يا هم نورې اسانتياوې نه لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو ښوونځيو کې ټولټال ٨٢٠ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له ډلې ٣٥٠ زره نجونې دي.

د پوهنې رييس وايي، د دې ادارې د ښه والي او فساد مخنيوي په موخه يې هڅې ګړندۍ کړي او تر ډېره يې د فساد لارې چارې بندې کړې دي.

د رسنيو له لارې د قراردادونو اعلان هغه څه دی چې د نوموړي په وينا، په قراردادونو کې د فساد مخنيوی کولی شي او دغه راز د ولسواليو له مديريتونو او ښوونځيو د نظارت زياتوالی هم په سيمه ييزو ادارو کې د فساد د مخنيوي هڅې ګڼي.

د پوهنې رييس د خلکو د دغه شکايت په ځواب کې چې ګواکې په پوهنيزو ادارو کې د تقرر لپاره خلک بډې ورکولو ته مجبورېږي، وويل: ((زما له راتګ وړاندې شايد دا و، چې ښوونکی يا بل اداري کارمند د مقررېدو په وخت کې د پيسو ورکړې ته مجبور شوی وي؛ خو اوس دغه چاره ناشونې ځکه ده، چې تقرر د اصلاحات اداري پروسې له لارې کيږي، رياست په کې هېڅ صلاحيت نه لري.))

که څه هم د ننګرهار  د يو شمېر ولسواليو د پوهنې مديران او ځايي اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان په لرو پرتو سيمو کې له ښوونځيو نظارت کوي؛ خو د پوهنې رييس وايي، تر اوسه ورته په رسمي ډول داسې کوم شکايت نه دی ورغلی.

هغه ټينګار کوي چې د پوهنې سيستم د معياري کولو او چارو ښه سمون لپاره خلک او ځايي قومي مشران بايد له ښوونځيو نظارت وکړي او وايي، که هر څوک دغه چاره ترسره کوي؛ نو دوی به يې هرکلی وکړي.

د پوهنې رييس وايي، په ټول ننګرهار کې د نا امنۍ له امله دوولس ښوونځي تړلي دي؛ خو د هغو سيمو کوچنيانو ته يې په نورو سيمو کې د زده کړو زمينه برابره کړې ده.

هغه زياته کړه: ((تر اوسه په ټول ننګرهار کې د ښځينه ښوونځيو پر وړاندې هېڅ امنيتي ګواښ نشته او هېڅ وسله والې ډلې ورته په دغه برخه کې د ښوونځي د تړلو ګواښ نه دی کړی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.