ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې جعلي جواز سیر او پلېټونه پلورل کېږي

فراه کې جعلي جواز سیر او پلېټونه پلورل کېږي

author avatar
9 May 2018 - 17:01
فراه کې جعلي جواز سیر او پلېټونه پلورل کېږي
author avatar
9 May 2018 - 17:01

فراه (پژواک، ۱۹ غويی ۹۷): په فراه کې ډېری موټر جواز سیر نه لري او څوک چې غواړي د ښي لاس اشترینګ لرونکو ناقانونه موټرو کې هرات ته سفر وکړي، له جعلي جواز سیرونو او پلېټونو استفاده کوي.

ځینو سرچینو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې جعلي جواز سیر او پلېټ په موټر پلورنځیو کې درې زره افغانۍ پلورل کېږي.

د راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې لسګونه زره د ښي لاس اشترینګ لرونکي موټر چې قانوني اسناد نه لري، هېواد ته را وارد شوي، دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ترافیکي قوانینو له مخې، د ښي لاس اشترينګ لرونکو موټرو ګرځول غیر قانوني دي.

د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې په فراه ولایت کې ډېری دا ډول غیر قانوني موټر شته او د افغانستان لاس موټر په دغه ولایت کې خورا لږ تر سترګو کېږي.

د حاجي نثاراحمد په نوم یو کس چې د ښي لاس یا له پلېټ پرته موټر چې د “ویشي” موټرو په نوم هم شهرت لري، واردوي، پژواک خبري اژانس ته یې وویل: “له تېرو لسو کلونو راهيسي د ویش موټر له دوبۍ پېرم او له کومې ستونزې پرته یې د ایران بندر عباس او د نیمروز ولایت ګمرک له لارې هېواد ته واردوم.”

هغه په دې اړه چې د دې ډول موټرو واردول غیر قانوني دي، وویل: “چې دولت یې خپله مخنیوی نه کوي او د ښي لاس او له نمبر پلېټ پرته موټرو ګمرکي محصول اخلي او زموږ د کار او بار بازارهم تود وي، ولې یې وارد نه کړو؟”

د نوموړي په وینا، دولت د نیمروز په ګمرک کې له هر کانټېنره چې ۱۴ موټر په کې بار وي، له ۳۰۰ تر ۴۵۰زرو افغانیو محصول اخلي.

د نیمروز د ګمرک مرستیال عبدالهادي ستانکزي وویل، هغو کانټېنرونو کې چې د ښي لاس اشترینګ لرونکي موټر هېواد ته واردېږي، د افغانستان د مالیې وزارت او د ګمرکاتو عمومي ریاست له طرحې سره سم محصول کېږي.

خو هغه وویل چې د یادې طرحې پر بنسټ باید یاد موټر له محصول وروسته د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له بندرونو پاکستان ته ولېږدول شي، ځکه دغه موټر د افغانستان لاس خلاف دي او د پاکستان لاس سره مطابقت لري.

عبدالله د فراه ښار اوسېدونکي په دې اړه چې ولې له اسنادو پرته او د افغانستان لاس خلاف له موټره استفاده کوي، وویل: “له دې امله چې دا موټر ارزانه دي، ښه کیفیت لري او دولت یې هم مخنیوی نه کوي.”

د جعلي جواز سیرونو او پلېټونو پېر او پلور

د فراه ښار یوه اوسېدونکي چې په جعلي جواز سیر او پلېټ لرونکي موټر یې هرات ښار ته سفر کړی او نه غواړي چې نوم یې په راپور کې خپور شي، وویل: “جواز سیر او پلېټونه په کارتنونو کې له پاکستان فراه ښار ته وارديږي.”

د نوموړي په وینا، له جعلي جواز سيرونو او پلېټونو په فراه کې استفاده نه کېږي؛ ځکه په دغه ولایت کې پر ښي لاس اشترینګ او له جواز سیر پرته موټرو بندیز نشته، خو څوک چې غواړي په دې ډول موټرو کې له فراه هرات ته سفر وکړي، له جعلي اسنادو کار اخلي؛ ځکه له اسنادو پرته موټرو ته هرات ته د دننه کېدو اجازه نه ورکول کېږي.

هغه د کوم موټر پلورنځي نوم وانه خیست، ویې ویل، هر څوک کولی شي چې د فراه په ځینو موټر پلورنځیو کې جعلي جوا زسیرونه او جعلي پلېټونه له دونیم زرو تر درې زرو افغانیو په اسانه ترلاسه کېږي.

د هغه په وینا، په تېرو کلونو کې به هرات ته په خولي دروازه کې پولیسو له هر ښي لاس اشترینګ موټره چې اسناد به یې لرل، ۵۰۰ افغانۍ اخیستې، خو اوس دا ډول موټر په هرات کې هم زیات شوي دي، هرات ته د داخلېدو پر مهال کومه ستونزه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، حکومت ۱۳۹۱کال کې شپږ زرو موټرو ته چې د افغانستان ترافیکي قوانینو خلاف ((د ښي لاس لرونکي اشترینګ)) لري، لنډمهال پنځه کلن پلېټونه ورکړل او د روان کال غويي میاشت کې د دې پلیټونو د اعتبارموده هم پای مومي.

پژواک هڅه وکړه چې په فراه کې د دې ډول موټرو شتون او د جعلي اسنادو پلور په اړه د یاد ولایت د ترافیکو له امر محمد اصف رحیمي سره خبرې وکړي، خو د پر پرله پسې اړیکو سربېره بیا هم مرکې ته حاضر نه شو.

خو د فراه د ترافیکو امریت د تنظیم او ترافیکو امر احمد توفیق وویل چې د ترافیکو پولیسو تر اوسه د ښي لاس اشترینګ لرونکو موټرو د توقف او یا راغونډولو امر له مرکز (کابل) څخه نه دی ترلاسه کړی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، څه باندې ۱۵زره بې پلېټه او د ښي لاس اشترینګ لرونکي موټر په دغه ولایت کې شتون لري چې د ګډوډۍ او ترافیکي پېښو لامل کېږي؛ ځکه افغانستان کې د موټرو تګ راتګ د کیڼ لاس پر اساس تنظیم شوی او د هېواد سړکونو کې د ښي لاس اشترینګ موټرو چلوونکي د سبقت کولو پر مهال د لیدو اړینه ساحه نه لري.

توفیق وویل چې حکومت ښايي پخ راتلونکو میاشتو کې ټول بې پلېټه او ښي لاس اشترینګ موټرو ثبت کړي چې په دې سره به د پېښو مخنیوی وشي.

نوموړي فراه کې د جعلي جوازسیرونو او نمبر پلیټونو پلور رد کړ.

د راپورونو له مخې، افغان حکومت د دې ډول موټرو را غونډولو په تړاو څو ځلې فرمانونه صادرکړي دي؛ خو هرځل د دې ډول موټرونو مالکینو د فرمانونو په غبرګون کې لاریون کړی چې حکومت بېرته له دې چارې لاس پر سر شوی دی، تر اوسه ننګرهار، هرات، نیمروز، فراه او کندوز ولایتونو کې د ښي لاس اشترینګ لرونکو موټرونو شتون موافقانو او مخالفانو اعتراض او یا لاریونونه کړي دي.

Visits: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.