ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د ترهګرو ډلو د پلانونو شنډولو ته جدي پاملرنه وشي

ولسمشر: د ترهګرو ډلو د پلانونو شنډولو ته جدي پاملرنه وشي

author avatar
9 May 2018 - 20:36
ولسمشر: د ترهګرو ډلو د پلانونو شنډولو ته جدي پاملرنه وشي
author avatar
9 May 2018 - 20:36

کابل (پژواک ١٩ غويى ٩٧): ولسمشر امنيتي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د ترهګرو ډلو د ځپلو او د هغوى د پلانونو شنډولو ته جدي پاملرنه وکړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په پيل کې د هېواد د امنیتي او  دفاعي ارګانونو مسوولینو د کابل  عمومي امنیتي وضعیت او په کابل ښار کې د نننیو تروریستي پېښو د څرنګوالي په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.

ولسمشر او د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان د یادو تروریستي پېښو د محکومولو ترڅنګ امنیتي او دفاعي ځواکونه له دې امله وستایل چې د زیاتو تلفاتو د مخنیوي په موخه یې د نننیو ترهګریزو بریدونو په مهارولو کې خپله وړتیا وښوده او پر وخت یې اقدام وکړ، دغه راز یې اړوندو مسوولینو ته په نننیو تروریستي پېښو کې د شهید شویو امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د عاجلې رسیده‎ګۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

نوموړي یادو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د امنیت د تامین او د تروریستي ډلو د ځپلو او د هغوی د شومو پلانونو شنډولو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښونه وکړه چې د کابل په لویدیځ کې نوې امنیتي حوزه راروانه اوونۍ افتتاح کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د غونډې په پای کې د فاریاب د بل چراغ، د بغلان د تاله‎و‎برفک او د زابل د دای چوپان ولسوالیو او د فراه ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او د یادو ولسوالیو او د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والي په خاطر یې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.