ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بارکزى : له ترکيې په زور د افغان کډوالو اېستل حقيقت نه لري

بارکزى : له ترکيې په زور د افغان کډوالو اېستل حقيقت نه لري

author avatar
10 May 2018 - 11:32
بارکزى : له ترکيې په زور د افغان کډوالو اېستل حقيقت نه لري
author avatar
10 May 2018 - 11:32

 کابل(پژواک،٢٠غويى٩٧): د ترکيې په استانبول کې د افغانستان سرکونسل د بښنې نړيوال سازمان  هغه ادعا دروغ وبلله چې ويلي يې و افغان کډوال په زور له ترکيې اېستل کيږي او په ترکي ژبه ترې بياځلې د نه راتلو په موخه ترې  تعهدپاڼه اخيستل کيږي .

 په استانبول کې دافغانستان سرکونسل زکريابارکزي له اناتولي خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي چې له ترکيې څخه افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته تګ په ترکيه کې د افغانستان له نمايندګيو سره په همغږۍ  او په خپله د افغانانو په خوښ ترسره شوى دى .

هغه ويلي:(( په زوره له ترکيې څخه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د بښنې نړيوال سازمان ادعا او دا چې ګواکې له افغان کډوالو څخه پوليس په ترکي ژبه تعهدپاڼه اخلي ردوم. دغه خبره دروغ ده .)) 

هغه زياته کړه : (( ټولې هغه ادعاوې چې ګواکې افغان کډوال په زوره افغانستان ته لېږل کيږي په بشپړه توګه ردوم. يواځينى شى چې د افغان کډوالو لپاره غير مطلوب دى له هغوى څخه په بهرني سياست کې په ابزاري ډول استفاده ده .په ترکيه کې له مېشتو افغان کډوالو څخه بايد د ابزاري سياست په توګه ګټه وانخيستل شي په ځانګړې توګه په بهرني سياست کې.))

بارکزي وويل، هغه افغانان چې په ناقانونه توګه ترکيې ته راغلي او غواړي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي په ترکيه کې د افغانستان د نمايندګيو له لوري په پښتو، دري او نګليسي ژبو ورته پاڼې ورکول کيږي، نه د ترکي چارواکو له خوا .

د رسمي شمېرو له مخې،په تېرو درې مياشتو کې ٢٧زره افغانان د ايران له لارې ترکيې ته راغلي چې نږدې ١٥٠٠کسانو افغانستان ته د بېرته تګ په موخه تګ پاڼې اخيستې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.