ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تاله و برفک ولسوال او لسګونه نادرکه سرتېري موندل شوي

د تاله و برفک ولسوال او لسګونه نادرکه سرتېري موندل شوي

author avatar
10 May 2018 - 16:44
د تاله و برفک ولسوال او لسګونه نادرکه سرتېري موندل شوي
author avatar
10 May 2018 - 16:44

پلخمري (پژواک، ٢٠ غويى ٩٧): افغان ځواکونو د بغلان ولايت د تاله و برفک ولسوالۍ د بېرته نیولو او د نادرکه سرتېرو د ژغورلو لپاره عملیات پيل کړي دي.

یادې ولسوالۍ دوه ورځې مخکې سقوط کړی و او پرون يې ولسوال، امنيه قوماندان او تر سلو زيات سرتېري نادرکه شوي وو.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د غويي په ۲۰ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو د تاله برفک ولسوالۍ د بېرته نیولو او په غرونو کې تيتو سرتېرو د ژوند ژغورنې لپاره عملیات پیل کړي چې تر دې دمه لسګونه سرتېري موندل شوي او امن سیمو ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه، د تاله برفک ولسوالۍ له سقوط وروسته د يادې ولسوالۍ چارواکي چې غرونو ته یې پنا وړې وه، ۳۱ تنه يې نن سهار د افغان هوايي ځواکونو په مرسته چې د یادې ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان هم په کې دي، ژغورلي او پاتې لسګونه کسان لا هم نا درکه دي.

شجاع زیاتوي چې د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي او ځانګړې هوايي او ځمکني ځواکونه هم سیمې ته رسېدلي دي.

د تاله و برفک ولسوال محمد اسماعیل برفکي چې له تېرې یوې ورځې راهیسې نا درکه و، پژواک خبري اژانس ته وویل: ((کله چې وسله والو پر ولسوالۍ ډله ييز برید وکړ، موږ پوه شوو، دفاع نه شو کولى، په دښتو او غرونو کې تیت شو چې له ډله ییزې وژنې وژغورل شو.))

ولسوال وویل، نن سهار افغان هوايي ځواکونو په مرسته دى او ۷۰ تنه سرتېري امن سیمو ته ولېږدول شو او لسګونه سرتېري لا هم نا درکه دي چې افغان هوايي ځواکونه یې د موندلو هڅې کوي.

د بغلان والي عبدالحي نعمتي هم د تاله و برفک ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو پلېدو پخلی کوي او وايي ۳۰۰ افغان ځانګړي سرتېري دوشي ولسوالۍ ته رسېدلي او ژر ده چې دوی هم د تاله و برفک ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره پیل شوې جګړه کې ورګډ شي.

والي دا هم وویل چې دغه ځل نه یواځې د تاله و برفک ولسوالۍ د بېرته نیولو نیت دی، بلکې د دغې ولسوالۍ تر بېرته نیولو د دهنه غوري ولسوالۍ هم چې له دوو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده، د هغوی له کنټروله وباسي.

والي هم تر دې دمه د ۷۰ افغان سرتېرو د ژغورنې خبر ورکوي او وايي لسګونه سرتېري لا هم په غرونو کې تیت دي چې د موندنې او ژغورنې لپاره یې څلور چورلکې د غرونو پر څوکو پروازونه کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.