ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د شهرنو سوداګرو له هېواده د پانګو ایستلو ګواښ وکړ

د کابل د شهرنو سوداګرو له هېواده د پانګو ایستلو ګواښ وکړ

author avatar
10 May 2018 - 16:38
د کابل د شهرنو سوداګرو له هېواده د پانګو ایستلو ګواښ وکړ
author avatar
10 May 2018 - 16:38

کابل (پژواک، ۲۰ غويی ۹۷): د کابل ښار د شهرنو په سيمه کې هټۍ وال وايي، پرونيو ډله ييزو بريدونو لسګونه زره ډالر زيان ور اړولی او ګواښ يې وکړ که چېرې حکومت يې امنيت خوندي نه کړي نو خپلې پانګې به نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

ځانمرګو بريدګرو تېره ورځ له غرمې مخکې ۱۱ بجې او دېرش دقيقې د کابل ښار په ديارلسمه امنيتي حوزه بريد وکړ او شاوخوا نيم ساعت وروسته پنځو نورو وسله والو بريد کوونکو د لسمې امنيتي حوزې په ساحه او د شهير په نوم د يوه خصوصي شرکت څنګ ته ډله ييز بريد پيل کړ.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې د کابل د ديارلسمې او لسمې امنيتي حوزو په ساحو کې د ډله ييزو بريدونو لس تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.

د ديارلسمې حوزې د بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی او د لسمې حوزې په ساحه کې د بريد مسووليت طالبانو منلی دی.

د کابل د شهرنو په سيمه کې د اتصالات شرکت او د پېښې د شاوخوا لسګونو هټيو ښېښې، ميزونه، کمپيوټرې ماتې شوې او د کابل ښاروالۍ کارکوونکو ښېښې راټولې او په موټرو کې يې وړلې.

د کابل د شهرنو په سيمه کې پر اسيايي پرمختیا بانک، شهير سوداګريز مرکز او لسمې امنيتي حوزې موقعیت لري چې ځانمرګو بريد کوونکو پرې بريد وکړ.

د پېښې عيني شاهدان وايي چې په سيمه کې ډېرې چاودنې وشوې او د بريدونو پر مهال "سم وحشت" جوړ و.

د پېښې عيني شاهد فرامرز ارين چې د شهير شرکت ته د هند وېزې اخيستو په موخه ورغلی و، پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې د شهير دفتر ته نږدې شوم لومړۍ ډزې شوې او خلکو سره منډې کړې.

دی وايي: "له ډزو وروسته يو قوي انفجار شو، خلک د تښتې په حال کې شول؛ ما دوه تنه چې چاودنې ته نږدې وليدل، سم وحشت روان و، زما غوږ هم سطحي زخمي شو."

هغه له امنيتي ارګانونو په ځانګړي ډول استخباراتي چارواکو غواړي چې د هېواد د امنيت ټينګښت ته پام وکړي، څو د بېګناه افغانانو د بېځايه وژل کېدو مخه ونيول شي.

د نصيراحمد په نوم يو تن په يوه کلچه پزۍ کې چې د بريد له ځايه شاوخوا شل متره واټن لري، کار کوي وويل: "له کله چې بريد وشو موږ ان د ماښام تر شپږو بجو د خليفه هاشم په کلچه پزۍ کې بند پاتې وو، هره چاودنه چې کېده موږ داسې فکر کاوه چې د غوږونو پردې مو وشلېدې او زړونه مو ودرېدل."

دی وايي: "هره لحظه پر موږ  مرګ تېرېده؛ خدايه شکر چې دوباره ژوند دې راکړ."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.