کابل (پژواک، ۲۰ غويی ۹۷): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل د دیارلسمې او لسمې امنیتي حوزو په ساحو کې د ډله ییزو بریدونو تلفات لسو کسانو ته رسېدلي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
ځانمرګو بریدګرو تېره ورځ له غرمې مخکې ۱۱ بجې او دېرش دقیقې د کابل ښار په دیارلسمه امنیتي حوزه برید وکړ او شاوخوا نیم ساعت وروسته پنځو نورو وسله والو برید کوونکو د لسمې امنیتي حوزې په ساحه او د شهیر په نوم د یوه خصوصي شرکت څنګ ته ډله ییز برید پیل کړ.
شهیر شرکت په کابل کې افغانانو ته د هند د ویزو اسانتیاوې برابروي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحید مجروح وايي چې د کابل شار د دیارلسمې او لسمې امنیتي حوزو په بریدونو کې د تلفاتو شمېر لسو کسانو ته رسېدلی او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د وژل شوو په ډله کې درې سړي دي خو د اوو جسدونو هویت نه دی معلوم او د ټپیان په ډله کې ۲۲ سړي او یوه ښځه شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې اړه چې وژل شوي کسان نظامي دي که غیر نظامي، څه ونه ویل او دغه راز یې د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه هم معلومات ور نه کړل.
د دیارلسمې حوزې د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی او د لسمې حوزې په ساحه کې د برید مسوولیت طالبانو منلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن