ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ سیند کلنۍ مشاعره وشوه

د کونړ سیند کلنۍ مشاعره وشوه

author avatar
10 May 2018 - 17:31
د کونړ سیند کلنۍ مشاعره وشوه
author avatar
10 May 2018 - 17:31

اسعد اباد (پژواک، ٢٠ غويى ٩٧): د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد کې د کونړ سیند کلنۍ مشاعره وشوه چې په کې سلګونه فرهنګیانو او مینه والو برخه اخيستې وه.

د کونړ سیند کلنۍ مشاعره چې هر کال د غويي په میاشت کې کېږي، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو شاعران، فرهنګیان او د شعر مینه وال ګډون کوي.

په دې مشاعره کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي، لیکوالان په ټولنه کې د علم او ادب خاوندان او د ټولنې هغه روښانه څراغونه یاد کړل چې په خپله نرمه او خوږه ژبه ټولنې ته د یووالي، سولې، پرمختګ، ښوونیزه او پراختیايي روحیه ورکوي او ټولنه په سم لور رهبري کوي.

د کونړ والي له ټولو ګډونوالو، په ځانګړې توګه له شاعرانو وغوښتل په دې حساسو شرایطو کې هڅه وکړي چې د هېواد په هر اړخیز پرمختګ او خپلو ملي ګټو ته ډېره پاملرنه وکړي، څو هېواد مو له دې ورانو حالاتو خلاصون ومومي او په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ريیس جنت ګل فدا بیا شاعرانو او د شعر مینه والو ته د ښه راغلاست تر څنګ له هغوی هیله وکړه چې د کونړ مست او یاغي سیند ته شعرونه ووايي.

نوموړي وویل د سردارمحمد داود خان هغه ارمان ته ورسیږي چې د کونړ پر سیند يې د بریښنا د یوه لوی بند جوړېدل غوښتل.

تر ويناوو وروسته د شعر او ترنم لړۍ پیل شوه چې ډېرو شاعرانو په کې کونړ سیند ته شعرونه لیکلي وو.

د کونړ سیند کلنۍ مشاعره هر کال د پسرلي په موسم کې د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د کونړ فرهنګیانو له خوا د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد کې ترسره کېږي.

د يادونې ده، هر کال د پسرلي په راتګ سره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې مشاعرې ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.