کندوز ښار (پژواک، ٢٠ غويى ٩٧): د کندوز والي وايي چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره جدي اقدامات شوي چې ډېر ژر به يې پايلې څرګندې شي.
دغه څرګندونې د کندوز والي عبدالجبار نعيمي د غويي په ٢٠مه په کندوز ښار کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.
نعيمي په دې ناسته کې کابل ته د خپل سفر او له حکومتي مشرانو سره د ليدنې په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وويل چې د کندوز د امنيت، رغونې، کرنې، روغتيا، پوهنې او نورو برخو په اړه يې له حکومتي مشرانو سره خبرې کړي دي.
هغه زياته کړه: ((د امنيتي سکتور له وزيرانو سره مې هم وليدل، هغوى ته مې وويل چې د کندوز خلکو ته له هر شي نه امنيت مهم دى، نو هغوى په کندوز کې د امنيت د ټينګښت په اړه جدي اقدمات وکړل چې پايلې به ډېر ژر وليدل شي.))
نعيمي دا هم وويل چې د کندوز له هوايي ډګره د کورنيو الوتنو په اړه يې هم له چارواکو سره خبرې کړې دي.
هغه وايي: ((چارواکو ته مې ويلي که ميدان کومه تخنيکي ستونزه لري، بايد حل شي او پرته له هغه بايد هر څه ژر پروازونه پيل شي.))
د نوموړي په وينا، په روان کال کې د کندوز د کرنې برخې لپاره ٣٥٠ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې چې بېلابېلې پروژې به پرې پلې شي.
هغه زياته کړه: ((په دې پيسو به لويې سړې خونې، سربندونه، د زعفرانو کرنه او نورې پروژې پلې کېږي.))
نعيمي وويل چې د خپل سفر په پاى کې يې له ولسمشر سره هم ليدلي او هغه ورسره د دغه ولايت د ستونزو د حل په برخه کې ژمنې کړې دي.
د يادونې ده، کابل ته د نعيمي له سفر وروسته تر اوسه دوو حکومتي پلاوو دغه ولايت ته سفرونه کړي څو ستونزې يې له نږدې وګوري او د حل لار ورته پيدا کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن