ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نی دفتر د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو له ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه

نی دفتر د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو له ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه

author avatar
10 May 2018 - 15:02
نی دفتر د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو له ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه
author avatar
10 May 2018 - 15:02

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۹۷): د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره (نی) اطلاعاتو ته د خبریالانو نه لاسرسي په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وایي چې امنیتي مسوولینو د حکومت شپږ نقد کوونکو خبریالانو ته خبرداری ورکړی چې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او باید له کورونو بهر نه شي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې اجرايي مشر مجیب خلوتګر نن په کابل کې د کندهار خبریالانو وضعیت په اړه د اندېښنئې څرګندولو تر څنګ وویل چې د کندهار ملي امنیت او امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې شپږ خبریالانو ته ګواښ کړی چې له کورونو بهر نه شي او دندې دې له خپلو کورونو اجرا کړي.

نوموړی وایي چې په کندهار کې پر خبریالانو د محدودیت وضع کول هېڅ درد نه دوا کوي او د امنیتي مسوولینو دغه کار په یو ډول د رسنیو فعالیت مخنیوی دی.

خلوتګر وویل، څلور شکمنو کسانو چې لومړی یې ځانونه د کندهار د ملي امنیت کارکوونکي معرفي کړي وو د عبدالمنان ارغند د جنازې او فاتحې په مراسمو کې څلور خبریالانو ته ویلي وو چې له جدي ګواښ سره مخ دي خو کله چې دا موضوع له امنیتي مسوولینو سره شریکه شوه، هغوی ویلي چې یاد کسان له هغوی سره هېڅ اړیکه نه لري.

نوموړي حکومت د خبریالانو پر وړاندې مسوول بولي او وایي چې امنیتي ځواکونه د خبریالانو امنیت خوندیتوب ته مکلف دي.

د هغه په وینا، په کندهار کې ګواښونو ان د نورو ولایتونو د خبریالانو پر روحیه ناوړه اغېزه کړې او باید حکومت په دې اړه جدي ګامونه واخلي.

خلوتګر وايي، د اندېښنې ځای دی چې د حکومت منتقد ټول خبریالان له ننګونو سره مخ کېږي.

نوموړي په نننۍ ناسته کې حکومت خبریالانو ته د معلوماتو پر نه ورکولو تورن کړ، ویې ویل: ((هغه نظام چې نیوکه ونه مني، د شمالي کوریا او یا ایران له نظام سره کوم توپیر نه لري.))

نوموړي پر دوه امنیتي حوزو د پرون بریدونو په اړه چې ۳۳ ملکي او پوځي کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله اشاره وکړه او ويې ویل: (( کوم معلومات چې موږ ترلاسه کړي دي د تېرې ورځې برید کې له یو ولایت څخه یوازې په یوه پېښه کې  شپږکسان وژل شوي دي، خو حکومت په قصدي ډول نه غواړي چې اطلاعات له رسنیو سره شریک کړي.))

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له قانون سره سم دې خپلې دندې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل خپله فېسبوک پاڼه کې کښلي چې تېره ورځ د رسنیو ګډې کمېټې او د ولسمشرۍ دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ غونډه کې په کندهار او هلمند کې د هغو خبریالانو د خوندیتوب په اړه بحث وشو چې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده غونډه کې د رسنیو له لوري د ترهګریزو بریدونو پوښښ لارښود هم تصویب شو چې په تطبیق سره یې د جنګي او تروریستي پېښو پر مهال د خبریالانو ځاني خوندي توب ت ته زیاته پاملرنه شوې او رسنیز پوښښ به تر پخوا هم معیاری شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.