ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکو په پکتيا کې د  ۳۳ وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا وکړه

چارواکو په پکتيا کې د ۳۳ وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا وکړه

author avatar
10 May 2018 - 14:10
چارواکو په پکتيا کې د  ۳۳ وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا وکړه
author avatar
10 May 2018 - 14:10

ګردېز (پژواک، ٢٠ غويى ٩٧): د پکتيا ولايتي مسوولين وايي چې د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالي کې د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي او نږدې ۱۶ نور ټپیان دي.

د والي وياند عبدالله حسرت وايي چې افغان هوايي ځواکونو د يادې ولسوالۍ په سرخ ګل دره، زغنې او رويدارو سيمه کې عمليات کړي چې په پايله کې يې د څو ډلمشران په ګډون ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

حسرت د استخباراتي معلوماتو پر اساس پژواک اژانس ته وويل چې په ياد وسله وال د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې، د لوګر له ازرې او د ننګرهار له حصارک ولسواليو راغلي او غوښتل يې چې په يادو سيمو کې ځای پر ځای شي.

نوموړی وايي: ((هوايي بريدونه شوي، د خپلو سرچينو د کره معلوماتو له مخې، ۳۳ تنه وژل شوي او ۱۶ زخميان دي؛ د سيمې د خلکو له خولې ځيني معلومات له دې ډېر زيات دي. دوی غوښتل په يادو سيمو کې ځای پر ځای شی او په بېلابېلو سيمو کې فعاليت وکړي، خو له منځه يووړل شول.))

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم بريد تاييدوي او وايي چې طالب وسله وال په دوو موټرو کې له يادو سيمو د تېرېدو په حال کې وو چې بريد ورباندې شوی دی.

مجاهد پژواک ته وويل چې په بريد کې پنځه طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

ياده دې وي چې تېره ورځ هم د ځاځي اريوب ولسوالۍ په علي سنګي سيمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته شوې وه چې د امنيتي مسوولينو په خبره څلور  وسله وال چې پاکستاني وو، په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.