ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اندونیزیا د افغانستان د سولې لپاره د مخلصانه ګامونو اخيستو غوښتنه وکړه

اندونیزیا د افغانستان د سولې لپاره د مخلصانه ګامونو اخيستو غوښتنه وکړه

author avatar
11 May 2018 - 09:33
اندونیزیا د افغانستان د سولې لپاره د مخلصانه ګامونو اخيستو غوښتنه وکړه
author avatar
11 May 2018 - 09:33

جاګارتا(پژواک، ٢١ غويى ٩٧): د اندونیزیا ولسمشر وايي،افغانستان د اسلامي نړۍ دویم فلسطین دی چې په خلکو یې ظلم کېږي او بېګناه وګړي یې وژل کېږي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو دغه څرګندونې د غويي په ٢١مه د ياد هېواد د بوګور ښار کې دافغانستان د سولې په اړه د جوړ شوي کنفرانس په پيل کې وکړې .   

د اندونیزیا ولسمشر وويل : ((موږ باید نهیلي نه شو. د اسلامي امت او په ځانګړي ډول د پاکستان، افغانستان او اندونیزیا علماء باید د افغانستان په سوله کې خپل رول ولوبوي. د خدای مرسته له مصلحینو سره ده. الله په سوله خوشحاله کېږي.))

هغه زياته کړه چې اعمال په نېتونو پورې اړه لري. زه د ولسمشر غني او دلته د راغلیو علماوو په نېک نیت باور لرم. راځئ د همدې روژې میاشتې په احترام د افغانستان د سولې لپاره مخلصانه ګامونه واخلو، تر څو د افغانستان مسلمانان ارام ژوند وکړي.

 د اندونیزیا ولسمشر په خبره چې افغانستان د اسلامي نړۍ دویم فلسطین دی چې په خلکو یې ظلم کېږي او بېګناه وګړي یې وژل کېږي.

د اندونیزیا ولسمشر وويل، چمتو دي چې د سولې د پروسې تر څنګ له افغانستان سره د اقتصاد، پولیسو، زده کړو او مخدره موادو د کنټرول په برخو کې همکاري وکړي.

هغه زياته کړه :(( د ولسمشر غني له بلنې مننه کوم چې موږ ته یې د افغانستان په سوله کې مهم نقش را کړ. موږ د افغانستان د سولې په پروسه کې همکارۍ ته اماده یو او تعهد لرو.))

په دغه کنفرانس کې د اندونيزيا د علماوو شورا مشر هم خبرې وکړې او ويې ويل چې  د افغانستان له علماوو او خلکو څخه يې هیله داده چې د خپل نظام او حکومت هغسې ساتنه وکړي، لکه دوى یې چې کوي. همدا نېک عمل دی او په همدې کې د ټول امت خیر دى.

هغه زياته :(( د افغانستان په وضعیت ډېر غمجن یم. زموږ وروڼه هلته په مشکل کې دي او په مظلومیت وژل کېږي. موږ د افغانستان وضعیت څارو او درد مو احساسولی شم. د افغانستان خلک زموږ په زړه کې خاص ځای لري.))

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د پلاوي يوه غړي مولوي عطاوالله لودین وويل چې   له بده مرغه د سیمې د ترهګرو ډلو له خوا له اسلام څخه د غلط مفهوم اخیستلو له امله افغانستان لا هم په اور کې سوځي. جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او په روغتونونو یې بریدونه کېږي. په بازارونو کې عام مسلمانان وژل کېږي او حتا په جنازو یې بريدونه کېږي

ده وويل:(( موږ راغلي یو چې تاسو ته د افغانستان وضعیت په سمه توګه روښانه کړو او وپوهېږئ چې هلته څه روان دي. د افغانستان جګړه کاملا د اسلام او مسلمانانو په زیان ده. موږ درد راوړی، هغه درد چې هیله لرو تاسې یې احساس کړئ.))

 لودین وايي چې د افغانستان علماوو مشورو ته ولسمشر غني په درنه سترګه کتلي او د سولې لپاره یې سخاوتمندانه وړاندیز کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.