ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې لاريون کوونکو د ټاکنوکمېسيون دروازه وتړله.

پکتيکا کې لاريون کوونکو د ټاکنوکمېسيون دروازه وتړله.

author avatar
11 May 2018 - 14:57
پکتيکا کې لاريون کوونکو د ټاکنوکمېسيون دروازه وتړله.
author avatar
11 May 2018 - 14:57

ښرنه(پژواک،٢١ غويى٩٧):دپکتيکا په مرکز ښرنه کې لاريون کوونکو د ټاکنوخپلواک کمېسيون دروازه وتړله .

د پکتيکا د اورګون زون دنهو ولسواليو لسګونو اوسېدونکو وروسته له هغه په دې کار  لاس پورې کړ چې په يادو ولسواليو کې د ټاکنو۷۴  مرکزونه د لوړ امنيتي ګواښ له امله تړل شوي دي.

دغه راز لاريون کوونکو د ټاکنو دکمېسيون له دروازې سره نږدې د اعتراض په ډول خېمه هم ووهله او وايي، تر هغو چې دوی ته ټول قانوني حقوق ورکړل شوي نه وي،دوی به خپلو لاریونونوته دوام ورکړي.

دلاريون يوتن ګډون وال او د اورګون زون اوسېدونکي مولوي ياسين وويل چې دپکتیکا ولايت د اورګون زون په نهو ولسواليو کې ددغه ولايت د نظامي پرېکړې له مخې په ډېرو برخو کې ۷۷ مرکزونه لغوه شوي دي.

هغه زياته کړه، ددې مرکزونو په لغوه کېدو سره ددې ولسواليو درې سوه زره خلک له رايو اچولو څخه محروم شوي چې دې چارې ولسونه سخت په غوسه کړي چې له امله يې دټاکنو دخپلواک کمېسيون دروازه وتړله.

د زېړوک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ډاکتر چينارګل صديقي هم وويل چې دپکتيکا دچارواکو له لوري په نظامي شورا کې شوې پرېکړه چې په اورګون زون کې ۷۷ مرکزونه تر لوړ ګواښ لاندې دي ناسمه پرېکړه ده چې له امله يې خلکو دکمېسيون دروازه وتړله.

هغه وويل چې دوی نه يوازې داچې د کمېسيون دروازه تړلې، بلکې دټاکنو د خپلواک کمېسيون مخکې يې خېمه وهلې او هيچاته به اجازه ورنه کړي چې نورو ولسواليو ته دټاکنو مواد انتقال کړي.

د مېلمه مدني او رسنيز بنسټ مشر يعقوب خان منظور وايي چې د ټاکنو کمېسيون او دپکتيکا ولايت د نظامي مسوولينو له لوري شوې پرېکړه چې د اورګون زون په نهو ولسواليو کې يې د ټاکنو ۷۷ مرکزونه تړل شوي نا سمه ده او په دې پرېکړه سره غواړي خلک له ځانه لرې کړي.

هغه وويل، دغه لاريون چې د يادو ولسواليو لسګونو تنو اوسېدونکو په کې برخه اخېستې وه غوښتنه وکړه چې ياد مرکزونه دې خلاص کړي او دامنيت په خوندي کولو کې به ولسونه ور سره مرسته وکړي.

دسرروضې ولسوالۍ دسرروضې د کلي اوسېدونکي محمد اقبال هم غوښتنه وکړه چې د نظامي شورا مسوولين او دټاکنو د کمېسيون مسوولين دې په شوې پرېکړه بيا کتنه وکړي او دخلکو ستونزې ته دې حل لاره ولټوي.

دولايتي شورا رييس بختيارګل همت هم ومنله چې دټاکنو د کمېسيون دروازه دلاريون کوونکو له لوري تړل شوې ده او زياته يې کړه چې دغه ستونزه دوی لا له وړاندې له ولايتي ادارې، ټاکنو کمېسيون او سيمه ييزو اورګانونو سره شريکه کړې وه.

نوموړي هم په مسوولو ادارو غږ  وکړ چې دا ستونزه دې هواره کړي د يادو ولسواليو د اوسېدونکو حق خوړل شوی کنه په راتلونکي کې به بدې پايلې ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.