د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اندونیزیا د افغانستان د سولې لپاره د مخلصانه ګامونو اخيستو غوښتنه وکړه

اندونیزیا د افغانستان د سولې لپاره د مخلصانه ګامونو اخيستو غوښتنه وکړه

May 11, 2018 - 09:33

جاګارتا(پژواک، ٢١ غويى ٩٧): د اندونیزیا ولسمشر وايي،افغانستان د اسلامي نړۍ دویم فلسطین دی چې په خلکو یې ظلم کېږي او بېګناه وګړي یې وژل کېږي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو دغه څرګندونې د غويي په ٢١مه د ياد هېواد د بوګور ښار کې دافغانستان د سولې په اړه د جوړ شوي کنفرانس په پيل کې وکړې .   

د اندونیزیا ولسمشر وويل : ((موږ باید نهیلي نه شو. د اسلامي امت او په ځانګړي ډول د پاکستان، افغانستان او اندونیزیا علماء باید د افغانستان په سوله کې خپل رول ولوبوي. د خدای مرسته له مصلحینو سره ده. الله په سوله خوشحاله کېږي.))

هغه زياته کړه چې اعمال په نېتونو پورې اړه لري. زه د ولسمشر غني او دلته د راغلیو علماوو په نېک نیت باور لرم. راځئ د همدې روژې میاشتې په احترام د افغانستان د سولې لپاره مخلصانه ګامونه واخلو، تر څو د افغانستان مسلمانان ارام ژوند وکړي.

 د اندونیزیا ولسمشر په خبره چې افغانستان د اسلامي نړۍ دویم فلسطین دی چې په خلکو یې ظلم کېږي او بېګناه وګړي یې وژل کېږي.

د اندونیزیا ولسمشر وويل، چمتو دي چې د سولې د پروسې تر څنګ له افغانستان سره د اقتصاد، پولیسو، زده کړو او مخدره موادو د کنټرول په برخو کې همکاري وکړي.

هغه زياته کړه :(( د ولسمشر غني له بلنې مننه کوم چې موږ ته یې د افغانستان په سوله کې مهم نقش را کړ. موږ د افغانستان د سولې په پروسه کې همکارۍ ته اماده یو او تعهد لرو.))

په دغه کنفرانس کې د اندونيزيا د علماوو شورا مشر هم خبرې وکړې او ويې ويل چې  د افغانستان له علماوو او خلکو څخه يې هیله داده چې د خپل نظام او حکومت هغسې ساتنه وکړي، لکه دوى یې چې کوي. همدا نېک عمل دی او په همدې کې د ټول امت خیر دى.

هغه زياته :(( د افغانستان په وضعیت ډېر غمجن یم. زموږ وروڼه هلته په مشکل کې دي او په مظلومیت وژل کېږي. موږ د افغانستان وضعیت څارو او درد مو احساسولی شم. د افغانستان خلک زموږ په زړه کې خاص ځای لري.))

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د پلاوي يوه غړي مولوي عطاوالله لودین وويل چې   له بده مرغه د سیمې د ترهګرو ډلو له خوا له اسلام څخه د غلط مفهوم اخیستلو له امله افغانستان لا هم په اور کې سوځي. جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او په روغتونونو یې بریدونه کېږي. په بازارونو کې عام مسلمانان وژل کېږي او حتا په جنازو یې بريدونه کېږي

ده وويل:(( موږ راغلي یو چې تاسو ته د افغانستان وضعیت په سمه توګه روښانه کړو او وپوهېږئ چې هلته څه روان دي. د افغانستان جګړه کاملا د اسلام او مسلمانانو په زیان ده. موږ درد راوړی، هغه درد چې هیله لرو تاسې یې احساس کړئ.))

 لودین وايي چې د افغانستان علماوو مشورو ته ولسمشر غني په درنه سترګه کتلي او د سولې لپاره یې سخاوتمندانه وړاندیز کړی.

هغه زياته کړه: ((موږ هیله لرو چې طالبان به هم د ننني کنفرانس د علماوو او شیوخو په احترام د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیز ومني او مخامخ مذاکرات به پیل کړي. موږ باوري یو چې علماء به د خیر په کار کې د افغانستان د خلکو لاس نیسي.

مولوي عطاوالله لودین وويل چې افغانستان د اسلامي امت د دفاع او اعلاء کلمه الله لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي او د تاریخ په اوږدو کې یې تل اسلامي هېوادونو ته د اسلامي اخوت او همدردۍ لاس ورکړی. حکومت یې اسلامي دی. قوانین یې د قران او سنت په رڼا کې جوړ شوي. قاضیان یې د اسلامي شرعیاتو څخه فارغ دي. په زرګونو دیني مدرسې د حکومت لخوا حمایه کېږي او د پوهنتونونو او ښوونځیو په نصاب کې یې قران، احادیثو، فقهې او عقایدو ته خاصه توجه شوې.   

د يادونې ده چې په دې کنفرانس کې د افغانستان، پاکستان او اندنيزيا علما د افغانستان د سولې په لارو چارو او د جکړې په څرنګوالي خبرې کوي. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan