د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غنى : باید د رڼو ټاکنو لپاره ټول سره یو ځای شو ترڅو ولسواکي بریالۍ شي

غنى : باید د رڼو ټاکنو لپاره ټول سره یو ځای شو ترڅو ولسواکي بریالۍ شي

May 11, 2018 - 15:23

کابل (پژواک،٢١ غويى٩٧): ولسمشرمحمداشرف غنى وايي چې باید د شفافو او عادلانه ټاکنو لپاره ټول سره یو ځای شو، ترڅو ولسواکي بریالۍ شي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي چې د هېواد ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د خوست ولایت په یعقوبیو جامع جومات کې د تېرې اوونۍ د ترهګريز برید له امله د وژل شوو کسانو او د بي بي سي د وژل شوي خبریال احمدشاه د کورنۍ له غړو سره دفاتحې مراسمو کې د ټيلېفوني اړيکې له لارې خپله ژوره خواخوږي او همدردي څرګنده کړه.

ولسمشر غني د غمشریکۍ ترڅنګ وویل، دغه وژل شوي کسان د ازادۍ، همت او ولسواکۍ د لارې شهیدان دي او په هېواد کې وروستۍ تروریستي بريدونه په ځانګړي ډول د نوم لیکنې په مرکزونو بریدونه  زموږ او ستاسې په راتلونکي بريدونه دي.

هغه زیاته کړه: ((ټاکنې زموږ او د مخکنیو زورواکانو تر منځ واضح توپیر دی، افغانان چې زور او زیاتی نه مني، نو د دې لپاره ټاکنې یواځینۍ لار ده. ))

ولسمشر د خوست والي ته لارښوونه وکړه چې د دغو وژل شوو کسانو په نوم دې په خوست ښار کې یو څلی جوړ کړي، ځکه دوی د ولسواکۍ د لارې برحقه شهیدان دي.

غني د دې ترڅنګ چې له ولس څخه یې د کلکې ارادې او عزم غوښتنه وکړه، په ټینګار سره وویل چې  باید د شفافو او عادلانه ټاکنو لپاره ټول سره یو ځای شو، ترڅو ولسواکي بریالۍ شي.

وروسته د وژل شوو کسانو د کورنیو په استازیتوب حاجي جلندرشاه خبرې وکړې ويې ویل: (( سره له دې چې په دې وروستۍ پېښه کې زما د کورنۍ څو تنه شهیدان شوي دي، خو د نظام، قانون او ولسواکۍ په ملاتړ به زموږ اراده او عزم دوام  ولري.)) 

نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د احمدشاه د وژنې په تور دې نیول شوي کسان ژر تر ژره محاکمه او که چېرې پر دوی دغه تور ثابت شو باید اشد مجازات شي.

ولسمشر غني ژمنه وکړه چې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به پر دوی د محکمې قانوني پړاونه بشپړ او عدالت به پرې پلی شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement