فراه(پژواک، ۲۱ غويى ۹۷):د فراه ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې پر څو امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو د بريدونو په پايله کې لږ تر لږه ٣٥ امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د سرچينو په خبره چې تېره شپه وسله والو طالبانو د فراه رود د دوراهي سيمه کې د عامه نظم پر يوې قرارګاه، د لاش او جوين ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ او د فراه د مرکز پر ځينو پوستو د بريدونو په ترڅ کې ٣٥امنيتي سرتېري وژلي دي.
د فراه د ولايتي شورا رييس فريد بختور پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د دوراهي په سيمه کې د عامه نظم پر يوې قرارګاه د بريد په ترڅ کې ٢٣ پوليس وژلي، دوه تنه يې ټپيان کړي او درې تنه نور وسله والو له ځان سره بيولي دي .
هغه وويل چې ياده قرارګاه په بشپړه توګه سقوط شوې، ټولې وسلې، مهمات او پنځه ټانکونه د وسله والو لاسته ورغلي دي.
بختور وويل چې نن سهار ٩بجې امنيتي ځواکونو ياده قرارګاه بېرته ونيولې ده .
هغه دغه راز وويل چې وسله والو فراه ښار ته څېرمه د رج سيمې پوسته سقوط کړې او ١١پوليس يې په کې وژلي دي.
دده په خبره چې وسله والوطالبانو د لاش او جوين ولسوالۍ پرامنيه قوماندانۍ هم بريد کړى چې يو پوليس په کې وژل شوى دى.
بختور د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل .
دلاش او جوين يوتن اوسېدونکي هم دغه بريد تاييد کړ او ويې ويل چې د سيمې د خلکو په مرسته د وسله والو بريد په شاه تمبول شوى .
طالب وياند هم پورته ياد بريدونه تاييدوي او وايي چې په دغو بريدونو کې يې لسګونه امنيتي سرتېري وژلي او د هغوى زياته وسله ، مهمات او هاموې موټر يې نيولي دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن