جلال اباد(پژواک،٢١ غويى٩٧): د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په ویاړ ننګرهار کې د ځغاستې سیالي ترسره شوه
دغه سيالي د سلګونه ځوانانو له لوري نن د غويي په ٢١مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ترسره شوه.
ياده سیالي چې د هډې ځوانانو ولسي پیوستون ټولنې له خوا او ملي سوداګر عتیق الرحمان په مالي مرسته د جلال اباد پر حلقوي سړک د درې کيلومتره واټن په وهلو سره ترسره شوه،په کې د بېلابېلو ولایتونو دوه سوه ځوانانو ګډون کړی وو .
ددغې سيالۍ يو تنظيمونکي نقیب احمد اتل پژواک ته وويل، د يادې سيالۍ موخه داده چې د ځوانانو ترمنځ انسجام او یووالی رامنځته کړي، له دې لارې خلکو ته د سولې پیغام ورسوي او ځوانان له ناروا فعالیتونو او د نشه یي توکو له کارونې را وګرځوي.
نوموړي پر دولتي او نادولتي ادارو غږ وکړ چې د بې کارۍ په کمولو کې دې بې درېغه هلې ځلې وکړي او بې روزګاره ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره کړي.
د ننګرهار ورزشي امریت د ځغاستې فدارسیون مشر شکرالله دا سیالي په ورزشي ډګر کې یو مثبت او بې ساری ګام یاد کړ او د عتیق الرحمن تلیسمیا روغتون له مشر او د ځوانانو ولسي پیوستون له ټولنې څخه یې مننه وکړه چې دغه سیالي يې جوړه کړې وه.
په پای کې د سیالۍ ګټونکي لوبغاړي د ځوانانو د ولسي پیوستون او د ملي سوداګر عتیق الرحمان ګروپ له خوا په نغدي او نورو ډالیو ونازول شول
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن