ايبک (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧): يوه ځوان تېره شپه د سمنګان ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې خپل خسر پر ډزو وژلى او دوه اوښيان يې ټپيان شوي دي.
د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين فطرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غلام رسول په نوم یاد ٢٣ کلن ځوان د دې ولسوالۍ د کوکجر کلي اوسېدونکى دى.
هغه وايي چې دغه ځوان په کوکجر کلي کې کوژده کړې او تېره شپه د خپلې کوژدنې د ليدو په موخه د خسر کور ته ورغلى و، خو خسر يې په زور له کوره ايستلى و.
د ولسوال په وينا، غلام رسول د خپل خسر پر دې کړنه احساساتي شوى او بېرته د خسر کور ته دننه شوى و.
دى وايي چې غلام رسول په دويم ځل کور ته په ورتګ سره، د تومانچې پر ډزو خپل خسر وژلى او دوه اوښيان يې ټپيان کړي دي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، د غلام رسول يو ټپي شوى اوښى ٧ کلن او بل ١٥ کلن دي.
هغه وويل چې غلام رسول پوليسو نيولى او پېښه تر څېړنې لاندې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن