کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧) : د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د امريکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره د روان جنګي فصل پر مهال د ترهګريزو پلانونو پر له منځه وړلو خبرې وکړې.
د امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه د غويي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جوزیف ووټل او ورسره پلاوي سره د ملي امنیت شورا په دفتر کې وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د افغان ځواکونو پر اړتیاوو او هوايي ځواکونو د تجهیز او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د جنګي فصل په دوام کې د ترهګریزو پلانونو د له منځه وړلو او د افغان ځواکونو د هدفمندو بریدونو لپاره د وړتیاوو او مهارتونو په پوره کولو هم بحث وشو.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر امریکايي پلاوي ته د جنګي فصل د مدیریت لپاره د افغان ځواکونو له چمتووالي خبر ورکړ او د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې یې له افغان ځواکونو سره د هوايي ملاتړ پر زیاتېدو ټینګار وکړ.
هغه دغه راز د سیمې په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او اجماع پر اوسني حالت خبرې وکړې او له امریکايي پلاوي یې وغوښتل چې د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.
جوزیف ووټل په خپلو خبرو کې افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې د دوی ځواکونه به د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې له افغان ځواکونو سره خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکوي.
د هغه په وينا، د افغان ځواکونو د تجهیزاتو او مهارتونو په برخه کې به ټولې اړتیاوې وڅېړي، ترڅو په اړه یې بیړني اقدامات وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې دوه اړخیزه لیدنه کې د سیمې په کچه له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي مفصلې خبرې وشوې او له طالبانو سره د سولې بهیر د پیاوړتیا، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ستراتیژۍ اغېز او موثریت هم وڅېړل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن