کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧): امريکا وايي چې طالبان د جګړې له لارې بريا نه شي ترلاسه کولای او ورته ويلي یې دي چې د افغان ولسمشر د سولې له وړانديزه ګټه واخلي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن په واشنګټن کې امريکايي رسنيو په يوه تازه مرکه کې ويلي، دوى به طالبان پرې نه ږدي چې يو ځل بيا پر افغانستان واکمني وکړي او له دغه ځايه پر امريکا بريدونه ترسره کړي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو د پياوړتيا لپاره نور ډېر کار ته اړتيا شته، څو په دغه هېواد کې ترهګرې ډلې په بشپړه توګه وځپل شي.
له طالبانو سره د امريکا د نېغ په نېغه خبرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د ملي امنيت سلاکار ويلي، دوی غواړي چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي.
خو هغه په ډاګه کړې، دغه بايد وکتل شي چې ايا د افغان حکومت ټول وسله وال مخالفين د سولې خبرو اترو ته لېوالتيا لري چې په پايله کې يې سولې او ثبات ته لاره هواره شي.
بلخوا د امریکا د وسله والو ځوکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل ويلي چې د طالبانو د بريدونو په زياتوالي سره نه شي کولى د جګړې له لارې بريالي شي.
هغه چې پرون د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې خبرې کولې، زياته کړې، د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف به پر طالبانو پوځي، ټولنيز او ډیپلوماتیک فشارونه زیات کړي چې دغه ډله مجبوره شي خبرو ته کېني.
جنرال ووټل همدا شان له طالبانو وغوښتل چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې له له وړانديز څخه ګټه واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن