تالقان (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧): د تخار په مرکز تالقان کې د تندر لوېدو له امله درې ماشومان چې وروڼه وو، مړه شوي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د تالقانو ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د سرسنګ په سيمه کې درې ماشومان د تندر لوېدو له امله مړي شوي دي.
هغه وايي: ((په دې سيمه کې درې ماشومان چې عمرونه له ١٥ کلونو کم وو، د څارويو پر څرولو بوخت وو چې تندر پرې غورځېدلى او درې واړه ځاى پر ځاى مړه شوي دي.))
دغه راز د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک ته وويل چې مړه شوي ماشومان د يوې کورنۍ غړي او وروڼه وو.
تيمور وايي چې د مړه شوو ماشومانو جسدونه یې نن له غرمې وروسته کورنۍ ته سپارل شوي دي.
د هغه په وينا، د ولايت له لوري يو پلاوى ټاکل شوى څو د مړه شوو ماشومانو له کورنۍ سره د اړتيا په صورت کې مرستې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن