ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو ځايي چارواکي په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا غوښتنه کوي

د باميانو ځايي چارواکي په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا غوښتنه کوي

author avatar
12 May 2018 - 13:40
د باميانو ځايي چارواکي په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا غوښتنه کوي
author avatar
12 May 2018 - 13:40

باميان (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧): د باميانو ځايي چارواکي د بغلان د تاله و برفک ولسوالۍ له سقوط وروسته وايي چې که مرکزي حکومت په باميانو کې مېشت دولتي ځواکونه پياوړي نه کړي، احتمال لري چې کهمرد او سيغان ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ شي.

د بغلان تاله و برفک ولسوالۍ شاوخوا دوه اوونۍ مخکې له دوو ورځو نښتو وروسته د طالبانو له خوا ونيول شوه.

د باميانو امنيتي چارواکو د تاله و برفک ولسوالۍ له سقوط وروسته دفاعي حالت غوره کړى او دغه راز د والي، ملي امنيت د مشر او امر په ګډون، د دغه ولايت يو شمېر لوړ پوړي چارواکي له پنځو ورځو را په دېخوا کهمرد ولسوالۍ تللي او د يادې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو پر تجهيزولو لګيا دي.

د باميان مرستيال والي لطيف عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تاله و برفک ولسوالۍ سقوط چې له باميان سره ګډه پوله لري، د دغه ولایت خلک او چارواکي اندېښمن کړي او له همدې امله يې په ياده ولسوالۍ کې د باميان د دفاع او امنيت خونديتوب په موخه دفاعي کرښه جوړه شوې ده.

د  بغلان لپاره د طالبانو نومول شوي والي مولوي شمس، د سمنګان لپاره د طالبانو نوموړل شوى والي مولوي قدير او  د باميانو لپاره د طالبانو  د نومول شوي والي مرستيال مولوي صديق په مشرۍ د يادې ډلې سره قطعه چې  نږدې ٦٠٠ طالبان ورسره دي، دوې اوونۍ وړاندې د بغلان تاله و برفک ولسوالۍ ونيوه او اوس د خپلو سنګرونو پر ټينګولو بوخت دي او ښايي د کهمرد ولسوالۍ پر لور خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه چې که طالبان په تاله و برفک ولسوالۍ کې پاتې شي، د باميان، پروان، سمنګان او ميدان وردګو ولايتونو امنيتي وضعيت په هم سخت خراب شي؛ ځکه د بغلان تاله و برفک و لسوالۍ هم له دغو ولايتونو سره پوله لري.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې له ملي دفاع وزارت څخه وغوښتل چې په تاله و برفک ولسواليو کې دې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه وکړي، هغوى دې وځپي او د باميانو په ګډون دې د نورو ولايتونو پر لور د هغوى د پرمختګ مخه ونيسي.

د عظيمي په خبره، اوس په انار دره سيمه کې د طالبانو د شتون له امله، د باميانو- شمال لوره لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کې د هغو کورنيو په اړه چې له تاله و برفک څخه نورو ولايتونو ته کډه شوي، د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل: "د تاله و برفک ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي د ګاونډيو ولايتونو پر لور تښتېدلي او  دغه جنګي وضعيت د سيمې خلک سخت زيانمن کړي دي."

هغه زياته کړه چې که دغو کورنيو ته بېړنۍ مرسته ونه رسېږي، ښايي يو شمېر بې ځايه شوي کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.