ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې د اندړو ولسوالۍ خلکو ته جدي ستونزې پیدا کړې

د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې د اندړو ولسوالۍ خلکو ته جدي ستونزې پیدا کړې

author avatar
12 May 2018 - 15:32
د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې د اندړو ولسوالۍ خلکو ته جدي ستونزې پیدا کړې
author avatar
12 May 2018 - 15:32

غزني ښار (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧): د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو نهو ورځو راهيسې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې له امله يې دوى په کورونو کې بند پاتې دي.

له تېرې شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په وقفه يي ډول جګړه کېږي چې له امله يې د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د اندړو د غبرګلونو سيمې اوسېدونکي فضل الرحمن د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جګړې له امله له تېرو نږدې دوو اوونيو راهيسې په کور کې بند پاتې دي.

هغه وايي: ((بازار ته غځېدلې لار تړل شوې، هر يو ساعت وروسته جګړه کېږي، کله طيارې هم بمبار کوي، نهه ورځې کېږي، کور کې بند پاتې يو، خوراکي توکي هم خلاص شوي، په سخت مشکل اخته يو.))

دغه راز د یادې ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي نصرالله پژواک ته وويل چې نن سهار هم جګړه شوې، خلک له ډاره له کورونو نه راوځي.

دى وايي: ((طالبانو هم د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ کړي، له هغه ځايه پر سرتېرو ډزې کوي چې دا زموږ لپاره يو لوى مشکل دى.))

همدارنګه د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي احمد خالد پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي چې له امله يې خلک نه شي کولاى له کورونو ووځي.

ده وويل چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهيسې د غزني- پکتيکا لويه لار هم د خلکو پر مخ تړلې چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دى وايي: ((عمومي سړک بند دى، خلک په مشکل کې دي، ځيني کسان بيا په فرعي لارو ځي چې هغه هم امن نه دي.))

د اندړو يادو او نور اوسېدونکي له حکومته جدي غوښتنه وکړه چې يادې ستونزې يې هوارې کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان د خلکو په کورونو کې پټ دي، نو ځکه د امنيتي ځواکونو عمليات ټکني روان دي.

هغه وايي: ((طالبانو له نورو سيمو هم خپل کسان را غوښتي دي، د دوى ځانګړې قطعه هم راغلې ده، په لاره کې یې ماينونه هم خښ کړي چې له امله يې خلک نه شي کولاى له کورونو ووځي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.