فېروزکوه (پژواک، ۲۲ غويی ۹۷): د غور سیمه ییزو چارواکو د طالبانو په لاس د شهرک ولسوالۍ د اوشان سیمې سقوط خبر ورکړ او وایي چې د وسله والو مخالفینو په برید کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپې دی.
د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ له شپږ ساعته نښتې وروسته، تېره شپه شاوخوا ۲:۰۰ بجې د شهرک ولسوالۍ اوشان سیمه د طالبانو لاس ته ورغله.
د نوموړي په وینا، دا نښته چې تېره شپه شاوخوا ۸ بجې پیل شوې وه، له امله یې یو پولیس وژل شوی او بل یو ټپی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د یادې سیمې په سقوط سره د امنیتي ځواکونو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې او زغروال وسایط د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
په ورته وخت کې، د شهرک ولسوال محمد کبیري د طالبانو له لوري د دې سیمې نیول تایید کړل او ویې ویل چې طالبانو د ملي اردو پنځه موټر سوځولي او یوه اندازه سپکې او درنې وسلې یې له ځان سره وړې دي.
خو ځينې نورې سرچینې وايي چې په دې نښته کې د پولیسو ۱۸ منسوبینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو مخالفنیو ترمنځ نښتې روانې دي او لږترلږه ۳۰ طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
له بل پلوه، وسله والو طالبانو ویلي چې د شهرک ولسوالۍ اوشان سیمه یې نیولې ده.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د نښتې په ترڅ کې ۱۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي، ۱۰ ټپیان دي او د ملي اردو د یو کنډک قوماندان یې له ۱۳ سرتېرو سره نیولی دی.
سربېره پر دې ادعا شوې چې د امنيتي ځواکونو لسګونه نقلیه واسطې یې هم ترلاسه کړي دي.
له بل پلوه د ناپېژاندو وسله والو له لوري د فیروزکوه ښار د یو اوسېدونکي د وژلو خبرهم ورکړل شوی دی.
د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي پژواک ته تایید کړه چې ناپېژاندو وسلوالو کسانو د فیروزکوه اوسېدونکی رسول وژلی او د هغه زوی یې ټپي کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن